ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امو زون د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو اتلولي خپله کړه

د امو زون د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو اتلولي خپله کړه

author avatar
11 Nov 2022 - 05:59
د امو زون د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو اتلولي خپله کړه
author avatar
11 Nov 2022 - 05:59

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱) : د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو پنځم پړاو سیالۍ د امو زون په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا سیالۍ یوه میاشت مخکې د خوست او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوې وې، چې پکې د هېواد د پنځو (بست، سپین غر، بندامیر، امو او مس عینک) زونونو منتخبو لوبډلو ګډون درلود.

سرچینې زیاته کړې  چې ددې سیالیو پای لوبې ته د بند امیر او امو زون لوبډلو لاره ومونده.

یاده پایلوبه چې د تېرې یکشنبې پر ورځ پیل شوه، بندامیر د لوبې پچه وګټله او لومړی یې امو ته د توپوهنې بلنه ورکړه، امو لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۳۹۵ منډې جوړې کړې. شهزاد محمدي ۱۱۳، خالد زاهدي ۸۶ او عبدالمالک ۴۲ منډې ترسره کړې. بلخوا د بندامیر په توپ اچوونکو کې حمزه هوتک ۵ او کریم جنت ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

بندامیر لوبډلې ورپسې خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د فرمان الله ساپي د  ۱۲۱، اصف موسی زي ۶۶ او شمس الرحمن ۴۴ منډو پر مټ ۲۷۸ منډې وکړې، چې په دې سره له امو زون څخه ۱۱۷ منډې شاته پاتې شوه. د امو په ګټه عبدالرحمن رحماني د ۵۷ منډو په ورکولو ۵ او محمدګل علیزي د ۳۶ منډو په ورکولو ۴ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

امو زون په خپلې دویمې پاڼۍ کې د شهزاد محمدي ۱۰۱ ناسوځېدلو او حیات الله ناصري ۸۲ منډو پر مټ ۲۵۱ منډې جوړې کړې چې په دې سره یې بندامیر ته د ۳۶۹ منډو هدف وټاکه. د بندامیر په توپ اچوونکو کې نجات مسعود ۵ ویکټې ترلاسه کړې.

د امو زون د ۳۶۹ منډو هدف پسې بندامیر ۱۱۰ منډې پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو ترسره کړې او د لوبې پنځمه ورځ پای ته ورسېده، د بندامیر توپوهونکو کې سلیمان ساپي ۵۶ ناسوځېدلي او عالم زېب ۵۳ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې. که څه هم لوبه بې پایلې شوه خو امو زون لوبډلې ته په لومړۍ پاڼۍ کې د مخکېوالي له امله د سیالیو ګټونکي ونومول شوه.

محمد شهزاد په ۱۱۳ او ۱۰۱ منډو د لوبې غوره لوبغاړی، کریم جنت په ۵۶۱ منډو د سیالیو غوره توپوهونکی، حمزه هوتک په ۳۰ ویکټو غوره توپ اچوونکی او کریم جنت په ۵۶۱ منډو او ۱۸ ویکټو ترلاسه کولو د سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شول.

Visits: 53

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.