ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درېیو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو او کروندګرو سره نغدي، د خوراکي توکو او اصلاح شوي تخم مرسته وشوه

درېیو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو او کروندګرو سره نغدي، د خوراکي توکو او اصلاح شوي تخم مرسته وشوه

author avatar
16 Nov 2022 - 17:44
درېیو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو او کروندګرو سره نغدي، د خوراکي توکو او اصلاح شوي تخم مرسته وشوه
author avatar
16 Nov 2022 - 17:44

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): په ميدان وردګو ولایت کې له ۲۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او له ۴ زره کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې او په پنجشېر کې له ۶۰۰ بې‌ځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، په هلمند کې بیا ٣٠ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم وېش لړۍ پيل شوه.

په میدان وردګو ولایت کې له ۲۲۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او له ۴ زره کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې مرسته وشوه.

د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له خوا پژواک خبري اژانس ته په راستولې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو‌‌ایف‌پي) له لوري د جغتو ولسوالۍ پر ۲ زره ۲۰۰ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

خبرپاڼه زیاتوي، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ لېټره غوړي، ۱۲،۵ کیلوګرامه دال او یو کیلوګرام مالګه ورکړل شول.

دغه‌راز، د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ له ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان/ FAO له لوري په سیداباد ولسوالۍ کې پر ۴ زره کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم او کېمیاوي سره ووېشل شول.

سرچینې لیکلي چې هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره او ۵۰ کیلوګرامه سپينه سره ورکړل شول.

د یو بل خبر له مخې، د پنجشېر ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې له ۶۰۰ بې‌ځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نصرالله ملک‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، نن (چهارشنبه) دغو ۶۰۰ کورنیو ته – چې له نورو ولایتونو څخه بې‌ځایه شوې او د پنجشېر په مرکز او شتل، رخه، عنابه، دره او لومړۍ حصې ولسوالیو کې ځای پر ځای شوې دي- هرې یوې ته ۲۷۵ امریکایي ډالر ورکړل شول.

هغه زیاته کړه، یادې پیسې د وطن ټولنیزو او تخنیکي خدماتو موسسې (WAST) له خوا، د یاد ولایت د کډوالو ریاست په همکارۍ سره ورکړل شوې.

بلخوا، د هلمند د کرنې رياست مرستيال زين‌الله زاهد بیا وايي چې په دغه ولايت کې ٣٠ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم وېشلو لړۍ پيل شوه.

هغه زیاتوي، دغه اصلاح شوى تخم په مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي، ګرمسېر، نهرسراج، نوزاد، موسى‌کلا، سنګين او کجکي ولسواليو کې پر کروندګرو وېشل کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرام د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرام توره سره او ۵۰ کیلوګرام سپینه سره ورکول کېږي.

Visits: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.