ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا او روسیې خپل دوه بندیان تبادله کړل

امریکا او روسیې خپل دوه بندیان تبادله کړل

author avatar
9 Dec 2022 - 01:44
امریکا او روسیې خپل دوه بندیان تبادله کړل
author avatar
9 Dec 2022 - 01:44

اټلانټا (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د امریکا ولسمشر جو بایډن علان وکړ چې د دغه هېواد د ښځو د باسکټبال وتلې ستورې بریټني ګرینر د روسیې له زندانه ازاده شوې ده.

امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې بریټني ګرینر د وسلو له یوه لوی کاروباري روسي‌ سره تبادله شوې ده. د وسلو دغه پلورونکی له ۱۲ کلونو راهیسې د امریکا په یوه بند کې زنداني و.

بایډن ویلي: «له بریټني ګرینر سره یې خبرې وکړې، هغه خوندي‌ ده، په الوتکه کې ده او کور ته پر لاره ده.»

هغه دغه راز زیاته کړې چې ګرینر به په ۲۴ ساعتونو کې دننه امریکا ته راورسېږي. نوموړي ویلي چې د ګرینر روحیه عالي ده او لږ وخت ته اړتیا لري چې د زندان له حالته ووځي.

د متحده ایالتونو د «فينیکس مرکري» باسکټبال ټیم دغه مشهوره لوبغاړې چې د همجنسبازانو د حقونو کلکه ملاتړې هم ده، د فبرورۍ په میاشت کې د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شوه او د «کانبیس او برېښنايي سګرټو» د وسیلو لرلو په تور پر نهه کاله بند محکومه شوه.

د هغې کورنۍ وايي، له ډاکټره یې د دغو موادو د استعمال اجازه لرله، په روسیه کې د دې ډول موادو کارول ناقانونه بلل کېږي.

هغه د روسیې د مرکزي‌ سیمې «موردوفا» په یوه لرې توقیف‌خونه کې ساتل کېده. په اولمپیکي ‌لوبو کې د باسکټبال په سیالیو کې د سرو زرو د دوو مډالونو ګټونکې ګرینر روسیې ته تللې وه چې د «یکاتېرینبرګ» لوبډلې ته لوبې وکړي، خو ونیول شوه.

بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بندیانو دغه تبادله تایید کړې او ویلي یې دي چې د ابوظبۍ په هوايي ډګر کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې روسی زنداني هم بېرته خپل هېواد ته استول شوی دی.

ویکټور بوت پر وسله‌والو او هغو حکومتونو وسلې پلورلې چې نورو ته ګواښ بلل کېږي. نوموړی پر داسې کس بدل شوی و چې ټولې نړۍ پرې څار کاوه.

د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د “مرګ سوداګر” په نامه یاد شوی و او په ۲۰۰۵ کال کې یې پر ژوند د (لارډ اف وار) په نامه د هالیووډ یو فلم هم جوړ شو.

د نووړي دغه پټ کار بالاخره په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د یوه پېچلي برید په پایله کې ختم شو او هغه یې د ټایلنډ پلازمېنه بنکاک کې په یوه هوټل کې ونیو.

 

Visits: 271

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.