کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کندهار کې د ډېورنډ پر فرضي کرښې د پرونۍ نښتې په غبرګون کې وايي، د پاکستان حکومت دې د داسې پاروونکو کړنو مخنیوی وکړي چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي؛ خو د پاکستان لومړی وزیر بیا د افغانستان له حکومته دا ډول پېښو د نه تکرار ډاډ غواړي.
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې تېره ورځ شاوخوا دوې بجې د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ داسې مهال نښته رامنځته شوه چې افغان ځواکونو د سپين بولدک سوېلي اړخ ته ډیورنډ کرښې ته څېرمه په شېرو اوبو سیمه کې پوسته جوړوله، خو پاکستاني ځواکونو یې مخنیوی کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (دوشنبه) په خپل ټويټر کې لیکلي، پرون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپين بولدک- چمن د تګ راتګ پر لاره خواشینوونکې پېښه رامنځته شوه چې دواړو خواوو ته یې مرګژوبله هم واړوله.
دی وايي: «د دغه ډول پېښو تکرار د افسوس وړ دی، اسلامي امارت په خپله برخه کې جدي هڅه کوي چې د داسې پېښو مخنیوی وشي او د پاکستان له حکومت څخه هم غواړو چې د داسې پاروونکو کړنو مخنیوي ته جدي توجه وکړي چي د تاوتریخوالي سبب ګرځي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.»
دغې پېښې ته په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن په خپلې ټوېټرپاڼې کې لیکلي چې دغه پېښه د خواشینۍ او غندنۍ وړ ده.
هغه وايي: «د افغانستان سرپرست حکومت باید ډاډ ورکړي چې دا ډول پېښې تکرار نه شي.»
په ورته وخت کې د پاکستان پوځ د عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده پېښه کې شپږ پاکستاني وګړي وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې اړه یې له کابل سره اړیکه نیولې او په راتلونکي کې د داسې پېښو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده، خو تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.