ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شېرخان بندر ښارګوټي ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د شېرخان بندر ښارګوټي ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

author avatar
19 Dec 2022 - 13:52
د شېرخان بندر ښارګوټي ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
author avatar
19 Dec 2022 - 13:52

کندوز (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د کندوز ولایت د‎ شېرخان بندر ښارګوټي اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت کوي او زياتوي چې د امو سیند اوبه د واټرپمپونو او مرکب په وسیله راکاږي.

د دوی په خبره، اوبه د ۲۴ ساعتونو لپاره ږدي څو تصفیه شي او د ګټې اخیستنې وړ وګرځي او هغوی چې له سیند څخه د اوبو ایستلو توان نه لري، یوه بوشکه اوبه په پنځه افغانۍ اخلي.

په ورته مهال، د کندوز سیمه‌ییز مسوولین د دغو ستونزو د هواري خبره کوي.

د کندوز ولایت د شېرخان بندر ښارګوټي اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

دوی زیاتوي چې اوس هم د اړتیا وړ اوبه له امو سینده ترلاسه کوي؛ خو د سیند د اوبو کچې ټيټوالي له امله اوبه په سختۍ او ډېر لګښت د واټرپمپونو په وسیله راکاږي او استفاده ترې کوي.

د شېرخان بندر اوسېدونکي رحيم‌الله پژواک ته وويل چې د سیند ‎ اوبه خړې دي او روغتيا ته زيان اړوي.

د هغه خبره، د یادې سیمې اوسېدونکي له څو کلونو راهيسې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري او له جدي ستونزو سره مخ دي.

نوموړی زیاتوي: «له ډېرې مودې راهیسې له دې ستونزې سره مخ یو، د سیند اوبه ځیني وخت پاکې او ځیني مهال خړې وي، نږدې ۶۰۰ کورنۍ دلته ژوند کوي، د سیمې خلک بېوزله دي او مزدوري کوي، دوی د پاکو اوبو پېرلو توان نه لري.»‎

د شېرخان بندر بل اوسېدونکى محمدعالم وايي: «موږ له دولته غواړو چې زموږ لپاره د اوبو زېرمه جوړه کړي، موږ اوبه په برق راوباسو، دغه کار موږ ته ستونزمن دى.»

په ورته مهال، د کندوز د کلیو پراختیا ریاست د پروګرامونو امر مطیع‌الله سیدزی هم د دغو ستونزو پخلی او ورته د رسېدو خبره کوي.

نوموړي څرګنده کړه چې د کندوز په ډېرو سيمو کې دا ډول ستونزې شته چې ځينو ته يې پاملرنه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «موږ په شېرخان بندر کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي ستونزه تاييدوو او دې ستونزې ته مې تر زیاتې اندازه پاملرنه کړې، موږ تل هڅه کړې چې دغه ستونزې هوارې کړو او خلکو ته صادقانه کار وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د يادو سيمو اوسېدونکي وايي، په دغه سيمه کې د ژورو څاه‌ګانو کېندل هم ناشوني دي او کومې اوبه چې د څاه‌ګانو له لارې ترلاسه کېږي، د ډېر تریووالي له امله د تصفیې وړ نه دي.

د يادونې ده، د کندوز د شېرخان بندر سوداګريز ښارګوټي اوسېدونکو له دې مخکې هم د مخابراتي شبکو له ټيټ کيفيته شکايت کړی او ویلي یې وو چې په دغه ښارګوټي کې د مخابراتي شبکو خدمتونه کمزوري دي.

Visits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.