ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې ځیني خلک د مرستو په وېش کې له بې‌عدالتیو شکایت کوي

هرات کې ځیني خلک د مرستو په وېش کې له بې‌عدالتیو شکایت کوي

author avatar
24 Dec 2022 - 17:28
هرات کې ځیني خلک د مرستو په وېش کې له بې‌عدالتیو شکایت کوي
author avatar
24 Dec 2022 - 17:28

هرات (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): د هرات ځيني اوسېدونکي د مرستو په وېش کې له بې‌عدالتیو شکایت لري او وایي، دوی د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د داسې خلکو له خوا د مرستو اخیستو شاهدان دي چې هیڅ اړتیا ورته نه لري، له بلې خوا مسوولین هم په ځینو برخو کې ستونزې مني.

هغوی ادعا کوي، دغه خلک د ګذر له وکیلانو او خیریه بنسټونو سره د اړیکو له مخې دغه مرستې ترلاسه کوي.

د هغوی په خبره، د هرات د ګذر ځینو وکیلانو یاده کړنه د دې لامل شوې، څو واقعي بېوزله خلک له مرستو بې برخې پاتې شي او خپل ژوند په سخته کې تېر کړي.

د یاد ولایت د نواباد سیمې یوه اوسېدونکي عبدالرحیم چې د یوې اووه کسیزې کورنۍ سرپرست دی او یوازې یو ځل یې مرسته ترلاسه کړې، پژواک ته یې وویل، دی خپله یوه لاسي ګاډۍ لري، په هغې کې د خلکو توکي انتقالوي او له لارې یې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.

د هغه په خبره، په تېر یوه کال کې چې تېر شو، تر اوسه یې یوازې یو ځل مرسته ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د سیمې خلکو یې څو ځلې مرستې اخیستې دي.

نوموړي زیاته کړه: «فکر نه کوم چې په سیمه کې تر ما غریب څوک وي؛ که مرسته کېږي نو له ما سره دې هم شي.»

په همدې حال کې، د یاد ولایت یو بله اړه مېرمن صفیه په دغه ولایت کې د مرستو له ناعادلانه وېشه شکایت لري او وایي، د دوی په سیمه کې داسې کسان شته چې اصلاً مرستو ته اړتیا نه لري، مالي وضعیت یې ښه دی خو بیا هم د کور هر یو غړی یې کارتونه لري، له غریبو او بېوزلو خلکو مخکې صفونو کې ولاړ وي او مرستې اخلي.

یوازې د صفیې او د عبد الرحیم کورنۍ نه دي چې په مرستو کې له بې عدالتۍ شکایت لري؛ بلکې په دې ډله کې معلولو کسانو ته هم پاملرنه نه ده شوې.

د پل‌رنګینه سیمې یو معلول اوسېدونکی جمعه‎ګل هم دغسې کیسي لري: «زموږ سیمې ته یو ځل د بېوزلو نوم‌‎لیکنې لپاره یو پلاوی راغی، یوازې ماته په لیدو یې د مرستو په لېست کې ونیولم، راته ویې ویل چې په دغه لېست کې یوازې مستحق کس ته یې، له تېر یونیم کال راهیسې مې دا لومړی ځل دی چې نن مرسته ترلاسه کوم؛ په داسې حال کې چې په یاده موده کې ما او زما په څېر  ډېرو خلکو باید څو ځلې مرستې ترلاسه کړې وای.»

د هغه په خبره، که دی پلاوو نه وای لیدلی، په لېست کې نه شاملېده او د ګذر وکیل هم د بېوزلو په لېست نه شاملاوه.

په هرات کې د خوړو نړۍوال سازمان رییس عبدالقدیر عاصمي د همکارو موسسو له خوا د مرستو وېشلو په څرنګوالي او دغه راز د مرستو وېشلو لړۍ کې ځینې ستونزې مني.

خو هغه ټینګار کوي، د دوی تمرکز تر ډېره په ټولنه کې د اړو  او واقعي بېوزلو خلکو پېژندلو برخه کې دی.

نوموړي زیاته کړه، اړ خلک د یاد بنسټ له څو فيلټرونو تېریږي څو په یاده پروسه کې شامل شي او مرسته ترلاسه کړي.

نوموړې زیاته کړه: «د مرستو ترلاسه کوونکو لېست له څو مرحلو تېریږي څو د مرستو په لېست کې شامل شي.»

هغه وویل: «یوازې د ارباب یا د ګذر وکیل رایه نه ده، زموږ خلک پروسه ښه چک کوي، ښایي پنځه تر لسو خطاګانې وشي؛ کله چې خلکو داسې څه ولیدل، موږ ته دې شکایت وکړي، څو بیا ځلي وضعیت وڅېړل شي، کوم کار چې موږ ترسره کوو، د ژوند ژغورنې لپاره دی او د اړو خلکو د شپې ډوډوۍ ته پاملرنه ده.»

په همدې حال کې، د هرات سیمه‌ییزه اداره وایي چې د مرستو په وېش کې د بې عدالتۍ په اړه شکایتونه رسېدلي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني وایي، سیمه‌ییز اداره له خیریه بنسټونو د مرستو په وېش کې همکاري کوي څو اړ خلک وپېژندل شي.

د یادونې ده، د خوړو نړۍوال سازمان شمېرو له مخې، د افغانستان د ۳۵ میلیون نفوس له ډلې ۳۴ میلیون یې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

Visits: 119

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.