ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشدخان یو ځل بیا د کرکټ ملي لوبډلې شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو

راشدخان یو ځل بیا د کرکټ ملي لوبډلې شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو

author avatar
30 Dec 2022 - 00:05
راشدخان یو ځل بیا د کرکټ ملي لوبډلې شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو
author avatar
30 Dec 2022 - 00:05

اټلانټا (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ له‌ خوا د ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی راشدخان یو ځل بیا د ملي لوبډلې شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه دغه دنده بل پیاوړي ملي لوبغاړي محمدنبي ترسره کوله.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف د راشدخان ټاکل کېدو په اړه ویلي، هغه په ملي او نړۍواله کچه یو ځلانده او ستر اتل دی او دی باوري دی چې راشدخان به ورسپارل شوی مسوولیت په ښه او مسوولانه ډول ترسره کړي.

هغه زیاته کړه: «راشدخان له دې مخکې هم د ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ ویاړ درلود او ټول لوبغاړي ترې ډېر خوشحاله دي؛ ډاډه یم چې نوموړی به له خپل مسوولیته د پخوا په پرتله لا ډېر ښه راووځي او د ملي لوبډلې د بریاوو کچه به ورسره لوړه شي.»

د  افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، راشدخان تر اوسه پورې ۷۴ شل اوریزې نړۍوالې، ۸۶ یو ورځنۍ نړۍوالې او پنځه ټیسټ‌لوبې کړې چې په ترتیب سره یې ۱۲۲، ۱۶۳ او ۳۴ ویکټې ترلاسه کړې دي.

دغه راز یې په ټوله کې د نړۍوالو شخصي لیګونو لوبو په ګډون نوموړي ۳۶۰ شل اوریزې نړۍوالې سیالۍ ترسره کړې چې په یاده اندازه لوبو کې یې ۴۹۰ ویکټې اخیستې او بېلابېلې کارنامې یې په خپل نوم کړې دي.

راشدخان د نوي مسوولیت په اړه وایي: «له شک پرته دا زما لپاره يو لوی وياړ دی چې د خپلې ملي لوبډلې د شل اوريزو سياليو لوبډلمشرۍ ستر مسووليت راسپارل کېږي، که څه هم دا يو سخت کار دی، خو د خپل هېواد لپاره خولې تويول او سختۍ ګالل بايد لومړيتوب و اوسي.»

نوموړي زیاته کړه، له دې وړاندې يې هم د خپلې ملي لوبډلې لوبډلمشري کړې چې له خپلو ملګرو او لوبغاړو سره ځان ډېر راحت احساسوي.

باید وویل شي چې راشدخان له دې وړاندې هم د ملي لوبډلې د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټيسټ لوبو کې د لوبډلمشر په توګه مسوولیت ترسره کړی او ښه په کې ځلېدلی دی.

د محمدنبي په ګډون ګڼ شمېر ملي لوبغاړو راشدخان ته د لوبډلمشر پر ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.

Visits: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.