ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پارون اوسېدونکي: د پایپونو یخ وهلو له امله پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرو

د پارون اوسېدونکي: د پایپونو یخ وهلو له امله پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرو

author avatar
1 Jan 2023 - 17:18
د پارون اوسېدونکي: د پایپونو یخ وهلو له امله پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرو
author avatar
1 Jan 2023 - 17:18

پارون (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکي وایي، د واورې ورېدو او سړې هوا له امله د اوبو رسولو پایپونه یخ وهلي او له تېرو څو ورځو راهیسې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د پارون یوه اوسېدونکي عبدالهادي- چې د اوبو بوشکه یې لاس کې وه- پژواک خبري اژانس ته وویل: «له مجبورۍ لرې خوړ ته په اوبو پسې روان یم؛ ځکه له تېرو لسو ورځو راهیسې د ښاروالۍ له لوري جوړ پایپ سکیم د یخ له امله کنګل شوی دی.»

د هغه په خبره، که له یوې خوا په پارون کې هوا ډېره سړه ده او ډېره واوره ورېږي، نو له بلې خوا هلته جوړ پایپ سکیم هم د ځمکې پر سر په غیرمسلکي ډول جوړ شوی او هر ژمی نږدې څلوېښت ورځې په کې اوبه نه راځي چې یادې چارې د دوی ژوند ته ستونزې جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه، له همدې امله له لرې خوړونو څخه اوبه راوړي چې غیر صحي دي او د ځینو ناروغیو د خپرېدو وېره یې هم پیدا کړې ده.

بشیر احمد چې په پارون ښار کې د یوه مېلمستون څښتن دی، پژواک ته وویل: «سره له دې چې د پارون ښار اړوندو غرونو کې لسګونه ښکلې چینې شته، خو په مسلکي ډول ترې تر دې دمه استفاده نه ده شوې او د څو کالو مخکې جوړه نلدواني هم اوس په زیاتره ځایونو کې له منځه تللې ده.»

نوموړی زیاتوي، اوبه د انسانانو په ورځني ژوند کې یوه مهمه اړتیا ده او باید اړوندې ادارې د پارون ښاریانو لپاره پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې خپلې هڅې وکړي.

د پارون ښاروال مولوي سید احمدخان هم دغه ستونزه مني او وایي، د کنګل له امله د ښار په حمامونو کې هم اوبه نشته خو دوی د دغې ستونزې د هواري لپاره کومه بدیله لار نه لري.

د هغه په وینا، په راتلونکي کال کې پلان لري چې د ښار پیپ سکیم ورغوي او په ځمکه کې یې نږدې یو متر ژور کړي څو په ژمي موسم کې یخبند نه شي.

 نورستان د هېواد په ختیځ کې غرنی او سوړ ولایت دی چې شپږ میاشتې په کې د واورې ورېدو امکانات وي او د همدې واورو له امله یې ډېری وخت د څښاک اوبو د لېږد پایپونه د یخ له امله یا بندېږي او یا هم د سختو یخبندونو له امله ماتېږي چې د پاکو اوبو د بندښت سبب کېږي.

Visits: 79

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.