ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور اوسېدونکي په لرو سیمو کې د ښوونځیو د ودانیو رغولو غوښتنه کوي

د غور اوسېدونکي په لرو سیمو کې د ښوونځیو د ودانیو رغولو غوښتنه کوي

author avatar
15 Jan 2023 - 20:44
د غور اوسېدونکي په لرو سیمو کې د ښوونځیو د ودانیو رغولو غوښتنه کوي
author avatar
15 Jan 2023 - 20:44

غور (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د غور د پوهنې ریاست مسوولین‎ په دغه ولایت کې د ۱۰ ښوونځیو د بیارغونې کار بشپړېدو او د ۱۰ نورو ښوونځیو د بیارغونې کار پیلېدو خبر ورکوي؛ د یو شمېر زده‌کوونکو کورنۍ د دغه اقدام هرکلی کوي خو وايي، لا هم په ځینو سیمو کې زده‌کوونکي تر خیمو لاندې او یا په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

د غور د پوهنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال یې د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې د څه باندې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۰ ښوونځي بیا رغولي او ټاکل شوې چې ۱۰  نور ښوونځي هم د همکارو موسسو په مرسته ورغول شي.

د غور د پوهنې رييس حفيظ‌الله محفوظ پژواک خبري اژانس‎ ته وويل، یاد شمېر ښوونځي د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) په مالي همکارۍ رغول شوي او د دغه ولايت د پوهنې رياست او د ښوونځیو زده‌کوونکو ته په واک کې ورکړل شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د اسلامي امارت په راتګ سره په غور ولایت کې ځیني کارونه شوي چې له دې جملې په فېروزکوه ښار او پسابند، چهارسده او مرغاب ولسوالیو کې ۱۰ ښوونځي د څه باندې ۲۴ میلیون افغانیو په ارزښت بیا رغول شوي دي. همداراز د فېروزکوه اړوند ښوونځیو لپاره دوه تشنابونه جوړ او دوه نور هم ترمیم شوي چې د هغه لګښت هم څه باندې ۴ ميليون افغانيو ته رسېږي.»

هغه وويل، ټاکل شوې چې د دغه ولايت په ښار او ولسواليو کې لس نور ښوونځي هم د پوهنې همکارو موسسو له لوري بېرته ورغول شي.

نوموړي زیاته کړه: «سږ کال مو له همکارو موسسو سره خبرې وکړې او په غور ولایت کې مو د ۲۰ ښوونځیو وړاندیز کړی چې له دې جملې ۱۰ ښوونځي منظور شوي چې ان‌شاالله د هوا په ښه کېدو سره به د دغه شمېر ښوونځیو د بیارغونې چارې هم پیل شي.»

هغه زياته کړه، پر یاد شمېر ښوونځي به هم څه باندې ٣٠ ميليون افغانۍ لګښت راشي.

د غور ولايت د پوهنې رياست مسوولین هم د یاد شمېر ښوونځيو بيارغونه کافي به بولي او وايي، هڅه کوي چې له موسسو په ځانګړې توګه له يونيسف او پوهنې وزارت سره په همغږۍ، ډېر ښوونځي جوړ‎ او يا هم ورغوي.

بل‌خوا، د ښوونې او روزنې برخې يو شمېر کارپوهان وايي چې د ښوونځيو بېرته رغول د زده‌کوونکو لپاره د تعليم ښه زمینه برابرولای شي.

د پوهنې برخې یو کارپوه غلام نبي رسولي وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د ښوونځيو جوړولو په برخه کې کارونه شوي، خو د ناامنيو او پر پروژو د سمې څارنې نشتوالي له امله د دغو پروژو ډېرى ښوونځي بې‌کیفیته جوړ شوي دي.

رسولي زیاته کړه: «دولتونه چې څومره د ښوونځیو وضعیت ته رسېدنه وکړي نو هومره د دغه ولایت د ماشومانو د پوهاوي کچه لوړېږي. بې‌شکه د ښوونځيو جوړول او بیارغونه کولای شي چې په ښوونځیو کې د زده‌کړو پر کیفیت مستقیم اغېز ولري.»

په ورته مهال، په غور کې د یو شمېر زده‌کوونکو کورنۍ د ويجاړو شوو ښوونځيو د بيارغونې هرکلى کوي او وايي، د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري او اولادونه يې تر خيمو لاندې او يا هم په کرايي کورونو کې زده‌کړې کوي.

په فېروزکوه ښار کې د یوه زده‌کوونکي پلار غلام غوث پژواک ته وويل: «موږ شاهد يو چې په لرو ولسواليو لکه پسابند، تيوره، ساغر او د الله‌يار په څېر سيمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري، د خلکو ماشومان تر خيمو لاندې زده‌کړې کوي او که دولت او موسسې په هغو سیمو کې چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري ودانۍ جوړې کړي ډېر به ښه وي.»

غلام غوث همداراز د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مسوولینو غواړي چې د ښوونځیو درسي کیفیت لوړولو لپاره دې هڅې وکړي، څو اولادونه یې په راتلونکي کې هېواد ته د خدمت جوګه شي.

خو یو شمېر زده‌کوونکي له حکومت او د پوهنې همکارو موسسو څخه غواړي چې د ښوونځیو بیارغولو ترڅنګ، د مسلکي ښوونکو ګومارنې او درسي توکو برابرولو برخو ته جدي پاملرنه وکړي.

د غور سلطان علاوالدین عالي لېسې د لسم ټولګي زده‌کوونکی عبدالسمیع حنیفي د پوهنې ریاست او موسسو د هڅو ستاینه کوي او د دغه ولایت په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو پر ګومارنې ټینګار کوي.

نوموړی له مسوولینو غواړي چې د ښوونځیو وضعیت ته د رسېدنې ترڅنګ، په ښوونځیو کې د ښوونکو د تدریس بهیر څارنه هم وکړي.

Visits: 117

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.