ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي: شخصي روغتیايي مرکزونه غیرمعیاري خدمات وړاندې کوي

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي: شخصي روغتیايي مرکزونه غیرمعیاري خدمات وړاندې کوي

author avatar
4 Feb 2023 - 14:49
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي: شخصي روغتیايي مرکزونه غیرمعیاري خدمات وړاندې کوي
author avatar
4 Feb 2023 - 14:49

جلال‌اباد (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار د مرکز او ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې په دغه ولايت کې خصوصي روغتيايي خدمتونو کې معيار او مسلکيتوب ته تر ډېره پاملرنه نه کېږي.

هغوی زیاتوي، ځيني روغتيايي مرکزونه ان د فعاليت جواز هم نه لري خو چارواکي بیا وايي، د دې ستونزې حل لپاره يې هڅې پیل کړې دي.

د چارواکو په وينا، تر اوسه لسګونه داسې ځايونه تړل شوي چې د فعاليت جواز یې نه درلود او يا یې هم خدمات معياري نه وو.

د یادې موضوع په اړه د غني‎خېلو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي الفت شینواري پژواک ته وويل چې پر مرکز جلال‌اباد ښار سربېره په لرو پرتو ولسوالیو کې غیرمسلکي روغتیاپالان او ناراجسټر شوي درملتونونه فعالیت لري.

نوموړی د عامې روغتیا ریاست پر چارواکو هم نیوکه کوي چې پر درملتونونو او روغتیایي مرکزونو څارنه نه لري چې له امله یې دغه ډول فعالیتونو زمینه برابره شوې ده.

د ننګرهار يوې بلې ولسوالۍ شېرزادو اوسېدونکی ګل‌ولي بیا له روغتیايي چارواکو د ښار او ولسوالیو پر درملتونونو، دولتي او شخصي روغتیایي مرکزونو د څار ترڅنګ د بې‌کیفته درملو د پېر او پلور مخنیوي غوښتنه هم کوي.

هغه زياته کړه: «له روغتیایي چارواکو غوښتنه کوو چې پر درملتونونو او روغتیایي مرکزونو څارنه وکړي؛ ځکه د زیاترو یې دواگانې بې‌کیفته او تاریخ تېرې دي نو مسوولینو ته په کار ده چې باید په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره وکړي.»

په جلال‌اباد ښار کې پر خصوصي روغتونونو سربېره سلګونه کتنځايونه، درملتونونه او لابراتوارونه شته چې هره ورځ ورته په زرګونو کسان مراجعه کوي.

ناروغ لرونکي وايي چې د روغتیايي مرکزونو او درملتونونو پام د معياري خدماتو وړاندې کولو پر ځای تر ډېره د پیسو پیدا کولو ته وي.

واصل خان چې خپل ناروغ يې د جلال‌اباد ښار د يوه ډاکټر شخصي کتنځای ته وروستلی وايي، ډاکټر د درملنې پر ځای پر ناروغانو سوداګري کوي.

هغه زياته کړه: «اول خو ناروغ ته بې‌ځايه ټيسټونه ليکي، هغه به بل لابراتوار کې نه کېږي، مشخص لابراتوار ته به ورځې، کله چې دوايي درته وليکي، بيا به هم مشخص درملتون ته ورځې، زموږ غوښتنه د روغتيا له رياسته دا ده چې بايد دا کارونه کنټرول شي.»

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي خبر ورکوي چې په ښار او ولسوالیو کې یې ډېر شمېر هغه روغتیایي مرکزونه تړلي چې جوازونه یې نه درلودل.

د عامې روغتیا رييس ډاکټر محمدرحیم قلندرزی وایي، د یادې بررسۍ په نتیجه کې یې پنځه ټنه درمل او ۱۴ سوه ټنه تاریخ تېري خوراکي توکي راټول کړي دي.

قلندرزی زیاتوي: «د عامې روغتیا ریاست د بررسۍ ټيم له لوري هره ورځ په ښار او ولسوالیو کې د ناراجستر درملتونونو او نورو روغتیایي مرکزونو څارنه کېږي او په دې برخه کې په زیات شمېر روغتیایي مرکزونه تړل شوي هم دي او دا لړۍ دوام لري.»

روغتیایي چارواکي دغه راز وایي چې خپل روغتیایي خدمتونه یې د ننګرهار ټولو ولسوالیو ته رسولي او هڅه کوي په دې برخه کې شته ستونزو ته هم حل‌لار پیدا کړي.

Visits: 573

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.