ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې خلک له حکومته د شاهي کانال پروژې ژر پیلولو غوښتنه کوي

لغمان کې خلک له حکومته د شاهي کانال پروژې ژر پیلولو غوښتنه کوي

author avatar
6 Feb 2023 - 09:20
لغمان کې خلک له حکومته د شاهي کانال پروژې ژر پیلولو غوښتنه کوي
author avatar
6 Feb 2023 - 09:20

مهترلام (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د لغمان یو شمېر قومي مشران او عام خلک له حکومته غواړي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د شاهي کانال پروژه ژر پيل کړي.

هغوی زیاتوي چې د شاهي کانال په جوړېدو سره به زرګونه هکټاره شاړې ځمکې خړوبې شي.

د الینګار ولسوالۍ اړوند شاهي سیمې اوسېدونکي محمدنادر مخور پژواک خبري اژانس ته وویل: «شاهي کانال له الینګار سینده سرچینه اخلي او په جوړېدو سره به يې زرګونه هکټاره شاړې دښتې ابادې شي.»

د دغه ولایت د مرکز مهترلام د بدیع‌العباد سیمې اوسېدونکي او قومي مشر محمدقاسم صاحب‌الحق هم پژواک ته وویل، د شاهي کانال پروژې په پيلېدو سره به خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د دغه کانال د جوړېدو چارې ژر پيل کړي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې مسوولین وايي، شاهي کانال کابو سل کاله پخوا د سیمې د خلکو له خوا جوړ شوی او اوس نږدې ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د مسوولینو په خبره چې د پخواني جمهور رییس سردار محمدداوود خان په وخت کې له زاړه کاناله – چې په الینګار ولسوالۍ کې دی- مهترلام ته د اوبو تېرولو طرحه منظور شوې وه، خو لا عملي شوې نه ده.

د دغه ولایت سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي شېرجان راشیدي پژواک خبري اژانس ته وویل: «شاهي کانال کابو سل کاله وړاندې د الینګار ولسوالۍ اړوند د شاهي نومې سیمې اوسېدونکو له خوا کیندل شوی چې شاوخوا ۳۰۰ هکټاره زراعتي ځمکه خړوبوي او لا هم فعال دی.»

هغه زیاته کړه چې نوی کانال۵۰ کیلومټره اوږدوالی لري چې د الینګار له سندروا سیمې د مهترلام تر بابا صاحب دښتې رسېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د لومړي کانال جوړېدو چارې (الینګار- مهترلام) په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د اته میلیون ډالرو په ارزښت پيل شوې وې چې نږدې لس سلنه کارونه يې هم شوي دي.

راشیدي وویل، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د یاد کانال جوړېدو کارونه هم په ټپه درېدلي دي.

خو نوموړي زیاته کړه چې ډېر ژر به دغه کارونه بېرته پيل شي.

ده وویل: «د یاد کانال د دویم فاز تخنیکي او اقتصادي سروې او د ځمکې د تثبیت چارې د اوبو او برېښنا وزارت د تخنیکي ټیم له لوري څو ورځې مخکې بشپړې شوې، ډاډ ورکوم چې په نږدې ورځو کې به یې د ډیزاین چارې هم پیل شي.»

راشیدي زیاته کړه، د اټکل له مخې پر یاد کانال شاوخوا ۵۰ میلیون ډالر لګښت راځي چې په جوړېدو سره به یې ۲۰ زره هکتاره شاړه دښته خړوبه او زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

هغه دغه راز وویل، اوسمهمال په لغمان کې نږدې ۲۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه شته او په وینا يې د شاهي کانال په جوړېدو سره به دا رقم ۴۰ زره هکټاره شي.

Visits: 171

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.