ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوچا: د وچکالۍ له امله د افغانستان ۱۲ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

اوچا: د وچکالۍ له امله د افغانستان ۱۲ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

author avatar
18 Feb 2023 - 11:52
اوچا: د وچکالۍ له امله د افغانستان ۱۲ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
author avatar
18 Feb 2023 - 11:52

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر اوچا/ UN OCHA وايي، په افغانستان کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې پر له‌پسې وچکالۍ خلک سخت اغېزمن کړي دي او د هغو کورنیو شمېر ۱۲ سلنه ډېر شوی چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د تېرو درېیو کلونو پرله‌پسې وچکالۍ افغانستان ځپلی دی.»

سرچینې زیاته کړې، وچکالۍ په تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د څښاک اوبو ته د کورنیو اړتیا ۷ سلنه زیاته کړې او د هغو کورنیو شمېر ۱۲ سلنه ډېر شوی چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

یادې ادارې ویلي، په افغانستان کې ۱۴ میلیون وګړو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو لپاره ۴۷۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې یادې ادارې د سلواغې په ۲۷مه د یوه ټویټ په کولو ویلي و چې په ۲۰۲۳ کې په افغانستان کې له ۱۷،۶ میلیون خلکو- چې روغتیایي مرستو ته اړتیا لري- نړۍوالو مرسته کوونکو ۱۵،۶ میلیون وګړو ته لومړیتوب ورکړی دی.

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې، په دغه کال کې د افغانستان ۲۸،۳ میلیون وګړي مرستو ته اړتیا لري.

د یادونې ده، په افغانستان کې د تېرو کلونو وچکالیو د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو نه لاسرسي ستونزې ترڅنګ، کرنه هم زیانمنه کړې او ناروغۍ یې ډېرې کړې دي.

Visits: 113

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.