ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي پر سټېکر تمدید پاسپورټ لرونکي افغانان له هوايي ډګره ګرځولي

سعودي پر سټېکر تمدید پاسپورټ لرونکي افغانان له هوايي ډګره ګرځولي

author avatar
19 Feb 2023 - 14:38
سعودي پر سټېکر تمدید پاسپورټ لرونکي افغانان له هوايي ډګره ګرځولي
author avatar
19 Feb 2023 - 14:38

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): یو شمېر افغانان شکایت کوي چې سعودي عربستان له دې امله چې پاسپورټونه یې پر سټېکر تمدید شوي دي، له هوایي ډګره بېرته ګرځولي دي.

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت هم دغه ستونزه تاییدوي، خو وایي چې د حل لپاره یې هلې ځلې پیل کړې دي.

د پاسپورټ ریاست شاوخوا څلور میاشتې مخکې ویلي وو چې د پاسپورټونو د وېش او تمدید چارې د تخنیکي ستونزو له امله تر بلې خبرتیا درېدلې دي. د پاسپورټونو د وېش لړۍ له ناروغانو پرته نورو کسانو ته تر اوسه هم نه ده پیل شوې.

په ځینو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه له اړوندو هېوادونو سره په تفاهم د پاسپورټونو د تمدید لپاره یو ډول سټیکر جوړ کړی او پر پاسپورټ یې لګوي. د معلوماتو له مخې، ځیني افغانان خپل پاسپورټونه د تمدید لپاره بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان او ایران ته استوي او هلته د سټیکر له لارې تمدید کېږي.

خو یو شمېر افغانان وایي، پر سټیکر تمدید شوو پاسپورټونو باندې سعودي ته تللي، خو له هوایي ډګره بېرته ګرځول شوي دي.

په سعودي عربستان کې افغان محصل محمد صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ (د سلواغې ۲۹مه) یې د کورنۍ درېېو غړو له متحده عربي اماراتو څخه سعودي عربستان ته د عمرې ادا کولو په موخه سفر وکړ، خو له یادو کسانو یوې ښځې ته چې پاسپورټ یې په سټیکر تمدید شوی، مدینه منوره کې له هوایي ډګره د وتلو اجازه ورنه کړل شوه.

دی وایي، له همدې امله دده د کورنۍ دوه یاد نور غړي هم اړ وو چې له یادې ښځې سره پاتې او بېرته متحده عربي اماراتو ته ستانه شي.

محمد صافي له پژواک خبري اژانس سره یوه وېډیو هم شریکه کړې چې دده د کورنۍ غړو د مدینې منورې په هوایي ډګر کې ثبت کړې ده.

په دغه وېډیو کې یو بل افغان هم وایي، له کاناډا څخه سعودي عربستان ته ورغلی خو د مدینې منورې له هوايي ډګره د وتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

هغه په دغه وېډیو کې له خلکو غواړي چې پر تمدید شوي پاسپورټ د عمرې ادا کولو لپاره دغه هېواد ته ولاړ نه شي.

په دغه وېډیو کې یو بل کس هم وایي چې له هوایي ډګر څخه ناهیلی بېرته ګرځول کېږي.

هغه له اسلامي امارته غواړي چې په ټولو هېوادونو کې د پاسپورټونو ستونزې حل کړي.

د سعودي عربستان په ریاض ښار کې د افغانستان سفارت د قونسلي چارو مسوول عبدالبصیر خروټي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده ستونزه له تېرې اونۍ راهېسې رامنځته شوې ده.

نوموړي وویل: «موږ د سعودي له چارواکو سره خبرې وکړې، د هغوي ځواب دا و چې ځيني کسان له خارج او په اغلب ګومان له پاکستان څخه ډېر داسې څوک راغلي چې د پاسپورت جعلي سټیکرونه یې درلودل او دغه کار تشویشونه هم رامنځته کړي وو، بیا پر همدې اساس د سعودي حکومت د سټیکر د لغوې اعلان کړی و چې نور موږ سټېکر نه منو.»

خروټی وایي، په سعودي عربستان کې شاوخوا درې سوه زره افغانان ژوند کوي چې ډېر یې د پاسپورټ تمدید ته اړتیا لري خو هلې ځلې کوي چې دغه ستونزه حل کړي.

پژواک شاوخوا یو کال مخکې راپور خپور کړی و چې په بُن کې د افغانستان استازولۍ د سټېکرو له لارې د پاسپورټ د تمدید سیستم جوړ کړی، خو په نورو هېوادونو کې د افغانستان ځینو استازولیو په هغه کې په خپل سر بدلونونه راوستي وو او د پاسپورټ د سپینې کتابچې د چاپ لپاره یې هم هڅه کړې وه، خو نه وو بریالي شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، هغه مهال له همغږۍ پرته په بهر کې د افغانستان سفارتونو دغه ډول کړنې غېرقانوني او جعلي بللې وې.

Visits: 4786

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.