ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران د ورزش وزیر د چورلکې لوېدو پېښه کې ټپي شوی

د ایران د ورزش وزیر د چورلکې لوېدو پېښه کې ټپي شوی

author avatar
24 Feb 2023 - 01:06
د ایران د ورزش وزیر د چورلکې لوېدو پېښه کې ټپي شوی
author avatar
24 Feb 2023 - 01:06

اټلانټا (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، د ایران د ورزش وزیر د چورلکې لوېدو پېښه کې سخت ټپي او سلاکار یې مړ شوی دی.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه د کب په ۴مه، د دغه هېواد د کرمان ولایت د بافت ولسوالۍ په هوایي ډګر کې رامنځته شوې ده.

سرچینو ویلي، په دې چورلکه کې د ایران د ورزش وزیر حمید سجادي، د هغه سلاکار او ګڼ شمېر نور سپاره وو چې په هوایي ډګر کې د کېناستو پر مهال لوېدلې ده .

ایراني رسنیو ویلي، په دې پېښه کې سجادي سخت ټپي او سلاکار یې مړ شوی دی.

د سرچینو په وینا، په یاده پېښه کې ۱۵ نور کسان ژوبل شوي دي.

Visits: 142

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.