ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوچا: روان زېږدیز کال له ۲۳ میلیون افغانانو سره د مرستې لپاره ۴،۶ ملیارد ډالرو ته اړتیا ده

اوچا: روان زېږدیز کال له ۲۳ میلیون افغانانو سره د مرستې لپاره ۴،۶ ملیارد ډالرو ته اړتیا ده

author avatar
24 Feb 2023 - 14:27
اوچا: روان زېږدیز کال له ۲۳ میلیون افغانانو سره د مرستې لپاره ۴،۶ ملیارد ډالرو ته اړتیا ده
author avatar
24 Feb 2023 - 14:27

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

اوچا په یوه ټویټ کې لیکلي: «نور ډېر لاملونه شته چې په افغانستان کې بشردوستانه مرستې لومړنۍ اړتیا ده او له دغه هېواد سره مرستو ته باید دوام ورکړل شي.»

په دغه ټویټ راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۳،۷ میلیون وګړو سره د مرستو لپاره ۴،۶ ملیارد ډالرو ته اړتیا ده.

سرچینې لیکلي، مرستندویه ټولنې کولی شي چې خپلو ژمنو مرستو ته دوام ورکړي او د کرکیلې په موسم کې له اړو کورنیو ملاتړ وکړي.

اوچا همداراز طبعي افتونو په ځانګړي ډول سېلابونو ته په اشارې له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د دغو افتونو له پېښېدو وړاندې له اړو خلکو سره مرستو ته چمتووالی ولري.

د یادونې ده، هر کال د پسرلي په پیلېدو سره د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوړي.

Visits: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.