مزارشریف (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): د بلخ په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوه شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د بلخ د کلیو پراختیا او بیارغونې ريیس مولوي یارمحمد شبیر پژواک ته وويل چې د اوبو رسولو دوه شبکې یوه یې د چمتال ولسوالۍ د شورابي افغانیه کلي کې او بله يې د چهاربولک ولسوالۍ د جنګوره خاناباد کلي کې جوړې شوې دي.

د نوموړي په وینا، دواړه شبکې د یونسیف دفتر په مالي ملاتړ او د اکتید موسسې له خوا د ۱۱ میلیون او ۴ سوه زره افغانیو په لګښت تطبیق او جوړې شوې چې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

هغه وايي چې دغه شبکې ۳۱۴ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.

بل لور ته خلک هم د دغو شبکو جوړېدو ته خوښ دي.

د شورابي افغانيه کلي اوسېدونکی احمدالله وایي، پخوا یې کليوالو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود خو اوس ورته شبکه جوړه شوه او پاکې اوبو ته يې لاسرسى پيدا کړ.

همدارنګه د جنګوره خانهاباد کلي اوسېدونکی مراد بای هم د اوبو رسولو شبکې له جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي چې پخوا خلکو د باران او ویالو له اوبو د څښاک اوبو لپاره استفاده کوله خو اوس خوښ دی چې د پاکو اوبو زمينه ورته برابره شوه.

د يادونې ده، څه موده مخکې هم د بلخ په دولتاباد ولسوالۍ کې د ٣٠٠ کورنيو لپاره د څښاک اوبو يوه شبکه جوړه شوه.