ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې یوه کیلو غوښه په منځنۍ کچه د ښاروالۍ له نرخنامې ۵۰ افغانۍ په لوړه بیه پلورل کېږي

کابل کې یوه کیلو غوښه په منځنۍ کچه د ښاروالۍ له نرخنامې ۵۰ افغانۍ په لوړه بیه پلورل کېږي

author avatar
3 Mar 2023 - 14:30
کابل کې یوه کیلو غوښه په منځنۍ کچه د ښاروالۍ له نرخنامې ۵۰ افغانۍ په لوړه بیه پلورل کېږي
author avatar
3 Mar 2023 - 14:30

کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۱): د پژواک موندنې ښیي چې په کابل ښار کې یو کیلوګرام غوښه د ښاروالۍ له خوا له ټاکل شوو بیو له شاوخوا ۳۰ تر ۷۰ افغانیو په لوړه بیه پلورل کېږي.

د کابل ښاروالۍ د احتکار مخينوي او لومړنيو توکو بیو د کنټرول کمېسيون د تېلو او قصابانو له ټولنې سره په ګډه د تېرې شنبې په ورځ د تېلو، اوبلن ګاز او غوښو د پلور بيې وټاکلې؛ دغه بیې هره اونۍ ټاکل کېږي.

ښاروالۍ د يو لېټر (۹۲) پټرولو بيه ۶۷ افغانۍ، د يو لېټر ایراني (۸۰) پټرولو بیه ۶۵ افغانۍ، د يو لېټر ډېزلو بيه ۷۵ افغانۍ او د يو کيلو اوبلن ګاز بيه ۶۴ افغانۍ ټاکلې ده.

دغه راز ښاروالۍ د پسه د یو کیلوګرام غوښې بيه ۴۳۰ افغانۍ، د خوسي يو کيلوګرام غوښې بيه ۳۶۰ افغانۍ، د غوايي يو کيلوګرام غوښې بيه ۳۵۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام سرخي (بې هډوکي) غوښې بیه ۴۵۰ افغانۍ ټاکلې ده.

خو د پژواک خبري اژانس موندنې ښیي چې هټۍوالو تېل او اوبلن ګاز د ښاروالۍ له خوا له ټاکل شوو بیو سره سم پلوري، خو غوښه له ټاکلې بیې په لوړ نرخ پلورل کېږي.

قصابان وایي، غوښه ځکه په لوړه بیه پلوري چې ښاروالۍ بیه ټیټه ټاکلې او په دغو بیو د غوښې په پلور کې تاوان کوي.

شېرخان – چې د کابل ښار څلورمې ناحيې اړوند په تهيه مسکن سيمه کې قصابي لري – د کب په نهمه پژواک ته وویل چې یوه کیلو د پسه غوښه په ۴۸۰ افغانۍ او یوه کیلو د خوسي غوښه په ۴۲۰ افغانۍ پلوري.

هغه په دې اړه چې ولې غوښه له ټاکلو بیو لوړه پلوري؟ وایي: «دغه نرخنامه موږ ته نه ده رارسېدلې، خو که موږ ته را هم کړل شي، نه شو کولای په دې بيه غوښه وپلورو؛ ځکه په نخاس کې د مالونو بيې ډېرې لوړې دي.»

دی زياتوي، دا مهال ډېر مالونه – هغه که پسونه دي او که خوسي – پاکستان ته لېږدول کېږي؛ نو ځکه يې کابل کې بيې لوړې شوې دي.

شېرخان ادعا کوي، که غوښه په هغې بیه وپلوري چې ښاروالۍ ټاکلې، تاوان کوي؛ نو ځکه خو د غوښې د بیو په ټاکلو کې باید ښاروالي له قصابانو سره خبرې وکړي.

هغه ټاکل شوې بیې ته په اشاره زیاتوي: «… د دولت ماليه، د دوکان کرايه، مصارف؛ زما پلار يې هم والله که پوره کړي.»

ميرزامحمد چې د کابل ښار لسمې ناحيې اړوند په شهرنو سیمه کې قصابي لري، هم وایي چې تر اوسه يې د ښاروالۍ د نوې نرخنامې کاپي نه ده ترلاسه کړې.

هغه زياتوي، د پسه يوه کيلو غوښه په ۵۰۰ افغانۍ، د خوسي يوه کيلو غوښه په ۴۵۰ افغانۍ او یوه کیلو سرخي غوښه په ۵۰۰ افغانۍ پلوري.

ميرزامحمد هم وایي، ښاروالۍ د غوښې بیې ډېرې ټیټې ټاکلې او په دې بیو ځکه غوښه نه شي پلورلای چې تاوان کوي.

ضياءالله چې د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د سېلو ساحه کې قصابي لري، بیا وایي چې د ښاروالۍ نرخنامه (د کب په نهمه) ورته رسېدلې، خو د غوښو بيې په کې ډېرې ټيټې ټاکل شوې دي.

هغه چې یوازې د خوسي غوښه پلوري، وایي: «د خوسي يوه کيلو غوښه ما ته په ۴۰۰ افغانۍ تمامه شوې، زه يې څنګه په ۳۶۰ افغانۍ وپلورم، تاسو، ښاروالۍ او بل هر څوک، يو ځل نخاس ته ورشئ او هلته د مالونو بيې وګورئ؛ ښه خبره دا ده چې بيې بايد په نخاس کې کنټرول شي.»

ضياءالله وايي: «دا کومه غوښه چې لرو، مجبور يو د ښاروالۍ د نرخنامې مطابق يې وپلورو، خو که موږ ته دا نرخنامه بيا هم تثبیت شي، مجبور يو خپل دوکانونه وتړو؛ ځکه په تاوان يې نه شو پلورلای.»

یادو قصابانو له ښاروالۍ وغوښتل چې له دوی سره په تفاهم او په نخاس کې د مالونو بيو ته په کتو داسې بيې وټاکي چې دوی په کې تاواني نه شي او عام خلک هم وکولای شي غوښه وپېري.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‎الله بارکزی په دې اړه وایي: «کله چې نرخنامه صادرېږي، د ټولو اصنافو مشران له موږ سره وي؛ دوی دا وظیفه پر غاړه لري چې نرخنامه خپلو اصنافو ته ورسوي.»

بارکزی وايي، که څوک له نرخنامې سرغړونه کوي، قانوني چلند ورسره کېږي.

Views: 4743

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.