ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عزیزي: د لوګر تاریخي سیمې بیارغونې ته اړتیا لري

عزیزي: د لوګر تاریخي سیمې بیارغونې ته اړتیا لري

author avatar
13 Mar 2023 - 17:15
عزیزي: د لوګر تاریخي سیمې بیارغونې ته اړتیا لري
author avatar
13 Mar 2023 - 17:15

پل علم (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وایي، د لوګر تاریخي سیمو وضعیت د اندېښنې وړ دی او باید بیا ورغول شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي په پل علم کې د تاریخي سیمو او اثارو یوه جوړ شوي سینمار ته وویل، د دغه ولایت تاریخي سیمې چې سلګونه کاله مخینه لري بیارغونې ته اړتیا لري.

هغه پر ملي او نړۍوالو بنسټونو او سوداګرو غږ وکړ چې د لوګر په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي اثارو او سیمو – چې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوي دي- په بیارغونه کې همکاري وکړي.

نوموړی همدارنګه وایي: «اطلاعاتو او کلتور وزارت خپله هم هڅه کوي، څه اسانتیاوې او بودجه چې په خپل واک کې لري د لوګر په ګډون به د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي ابدو او سیمو په بیارغونه کې ولګول شي.»

بلخوا، په دغه سمینار کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع‌الله صمیم وویل، د دغه ولایت د مرکز پل علم په ګډون په محمداغې، بره‌کي برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې ۱۳ تاریخي ابدې او ۶ تاریخي ځایونه له دوي سره ثبت او راجستر دي چې اوسنی وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

نوموړي له اطلاعاتو او کلتور وزارت، ملي او نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې د دغه ولایت د تاریخي ابدو او تاریخي ځایونو په بیارغونه کې مرسته وکړي.

هغه زیاتوي: «په لوګر کې د تاریخي اثارو او تاریخي سیمو ننني سمینار جوړېدو موخه د دغه ولایت د تاریخي سیمو او تاریخي اثارو پېژندل او همدارنګه د ملي او نړۍوالو بنسټونو هڅول دي څو د دغه ولایت د تاریخي سیمو او اثارو بیارغونې ته پام واړوي.»

د لوګر یوه فرهنګي فعال نعمت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت تاریخي ابدې او ځایونه اوس هم خوندي نه دي، دولت او په ځانګړې توګه اطلاعاتو او کلتور وزارت ته په کار ده چې د تاریخی سیمو د بیارغونې ترڅنګ د هرې تاریخي سیمې او ابدې د ساتنې لپاره ځانګړي ساتونکي وګوماري.

په لوګر کې دغه سمینار په داسې حال کې جوړېږي چې یوه میاشت وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي سیمو پېژندونکو د یوې څېړنې په پایله کې د مرکز پل علم اړوند په سپېڅ سیمه کې د «کوټګي» په نوم یوه تاریخي سیمه کشف کړه چې ۳۵۰ کاله مخینه لري.

Visits: 100

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.