ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما: افغانستان کې له پنځو کلونو راهیسې بشري مرستو ته اړتياوې په چټکۍ زياتېږي

یوناما: افغانستان کې له پنځو کلونو راهیسې بشري مرستو ته اړتياوې په چټکۍ زياتېږي

author avatar
15 Mar 2023 - 17:14
یوناما: افغانستان کې له پنځو کلونو راهیسې بشري مرستو ته اړتياوې په چټکۍ زياتېږي
author avatar
15 Mar 2023 - 17:14

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۱): يوناما وايي، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر د ۲۰۱۹ کال په پرتله نږدې څلورنیم برابره ډېر شوی او شپږ ميلیون کسان د بېړنۍ کچې خوراکي خوندیتوب له ناورین سره مخ دي.

په افغانستان د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) په خپله فېسبوک‌پاڼه کې ليکلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیاوې په چټکۍ سره زياتېږي.

سرچينه زياتوي: «د اړو خلکو شمېر په ۲۰۱۹ کال کې له ۶.۳ میلیون څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۲۸.۳ میلیون ته لوړ شوی دی.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱‍۹ کال کې ۶.۳ میلیون، په ۲۰۲۰ کال کې ۱۴ میلیون، په ۲۰۲۱ کال کې ۱۸.۴ میلیون او په ۲۰۲۲ کال کې ۲۴.۴ میلیون کسانو مرستو ته اړتیا لرله.

یوناما زیاته کړې چې په روان ۲۰۲۳ کال کې ۲۸.۳ میلیون کسان مرستو ته اړتیا لري.

یوناما وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۶ ميلیون وګړي په بېړني ډول د خوراکي خوندیتوب له ناورین سره مخ او د قحطۍ له کچې يوازې یو ګام لرې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا په ټوله نړۍ کې تر ټولې لوړې کچې ارقام دي.

د ملګرو ملتونو خیریه ټولنو د روان زېږدیز کال په پیل کې د افغانستان د بشري کړکېچ د حل لپاره د نږدې څلورنیم میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

Visits: 78

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.