ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي

author avatar
18 Mar 2023 - 18:07
تېره اونۍ افغانستان کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي
author avatar
18 Mar 2023 - 18:07

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): تېره اونۍ بېلابېلو کورنیو او بهرنیو سرچینو په داسې حال کې یو ځل بیا د نجونو پر مخ د زده‌کړو مرکزونو پر پرانیستل کېدو ټینګار وکړ چې اسلامي امارت وایي، له نړۍ سره ګډو اندېښنو ته د رسېدنې په موخه تعامل ته دوام ورکوي او د ملت ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • عبدالرحمن فدا د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د افغانستان جنرال قونسل وټاکل شو.
  • کابل وایي، له نړۍ سره ګډو اندېښنو ته د رسېدنې په موخه تعامل ته دوام ورکوي.
  • بېلابېلو کورنیو او بهرنیو سرچینو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د نجونو پر مخ دې د زده‌کړو مرکزونه پرانیستل شي.
  • سراج‌الدین حقاني: اسلامي امارت د ملت ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی.
  • افغانستان ته د بشري مرستو په دوام د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله کڅوړه را ورسېده.
  • سویډن هم له افغانستان سره ۷،۴ میلیون ډالر مرسته وکړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي.

تېره اونۍ د بلخ په مرکز مزارشریف کې د تبیان فرهنګي مرکز له خوا خبریالانو ته د یوې جوړې شوې ستاینغونډې پر مهال چاودنه وشوه.

امنيتي چارواکو وویل، په یاده چاودنه کې یو کس وژل شوی او د پنځو خبریالانو په ګډون اته کسان ټپیان دي؛ خو د رسنیو ځینې ملاتړې ادارې وایي چې په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۸ خبریالان ټپیان دي.

د بلخ امنيې قوماندانۍ ویلي، په یاده چاودنه کې د تبیان فرهنګي مرکز یو ساتونکی وژل شوی خو د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د دوی د معلوماتو له مخې په چاودنه کې د افغان غږ ‘اوا’ په نوم خبري اژانس یو خبریال حسین نادري او یو بل نوی همکار یې اکمل نظري وژل شوي دي.

دغه‌راز، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن (د کب ۲۷مه) وویل، تېره شپه د مزارشریف ښار په درېیو سیمو کې د داعش ډلې پر ضد عملیات ترسره شوي دي. هغه زياتوي: «د خوارجو پر دریېو پټنځایونو ځپونکي عمليات شوي؛ ګڼ شمېر داعشي خوارج وژل شوي، وسلې او مهمات یې ترلاسه شوي، يو مجاهد هم زخمي شوی دی.»

د راپورونو له مخې، ناپېژاندو وسله‌والو په کندهار کې يو کس، په کونړ کې د پخواني حکومت یو پولیس او په پروان کې یو ځوان وژلي دي. همداراز په فارياب کې د يوه ماشوم، په بادغيس کې د يوې مېرمنې او په کندهار کې د يو ځوان مړي موندل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، په کندهار او لوګر کې د راکټ یوې زړې سرګلولې او یوه پخواني ماین چاودنو له امله درېيو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ ماشومان ټپیان شوي دي؛ په غور کې يوه کس خپله مېرمن وژلې او په فراه کې د خپل‌منځي شخړې په پایله کې يو کس وژل شوی دی.

دغه‌راز د خوست امنیې قوماندانۍ ویلي چې د دغه ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې یوه روږدي په ډزو خپل زوی او لور وژلي، بل زوی او خپله مور یې ټپيان کړي دي. سرچینه زیاتوي، له پېښې وروسته امنیتي کسان سیمې ته تللي او هڅه یې کوله چې دغه کس ونیسي، خو پر دوی یې هم ډزې کړې دي. امنیه قومانداني وایي، په دې پېښه یاد کس هم وژل شوی خو معلومه نه ده چې د امنیتي کسانو په ځوابي ډزو لګېدلی او که خپله یې ځان ویشتلی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

عربي متحده اماراتو ته د استازي استول او پر تعامل ټينګار

تېره اونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه وزارت د تشریفاتو رییس عبدالرحمن فدا د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د افغانستان جنرال قونسل په توګه وټاکه او نوموړي خپله دنده پیل کړه.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په کابل کې د متحده عربي اماراتو د علماوو له پلاوي سره په لیدنه کې د اماراتو له لوري اسلامي امارت ته د دوبۍ قنسلګرۍ سپارلو له امله مننه کړې او ويلي یې دي چې له افغانستان سره تعامل د ګاونډيو، سیمې او نړۍ هېوادونو په ګټه دی.

تر دې وړاندې د افغانستان سرپرست حکومت، ایران او ترکیې استازوليو ته خپل ډیپلوماټان استولي وو.

دغه‌راز، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وویل، چمتو دی چې د خپل حاکمیت، ملي ګټو او د اسلام سپېڅلي دین لارښوونو په محدوده کې له نړۍوالې ټولنې سره ګډو اندېښنو ته د رسېدنې په موخه تعامل ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ. د افغانستان سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د ماموریت غځول ستایي، د هېواد په ګټه یې بولي او زياتوي چې د ملګروملتونو د استازولۍ فعالیت له نړۍ سره د افغانستان د ډېپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټور دی.

نړۍوالې ناستې او د نجونو پر زدهکړو ټينګار

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل، د اسلامي فقهې له نړۍوالې ټولنې سره په هغمږۍ افغانستان ته د علماوو یو پلاوی استوي څو له اسلامي اصولو سره سم د ښځو د کار او زده‌کړو په اړه د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.

همداراز، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټریش د دغه سازمان د «ښځو مدني ټولنې» تر نوم لاندې په يوه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له عمومي ژونده څنډې ته شوې او نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري.

دغه‌راز، د برېټانیا د پارلمان ځینو غړو هم له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې له اسلامي امارت سره د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو په اړه خبرې وکړي.

تېره اونۍ، د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولوه الخاطر د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره په افغانستان کې د نجونو ښوونځيو پرانیستلو لپاره د عملي ګامونو پورته کېدو په تړاو خبرې کړې دي.

دغه‌راز، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په کابل کې د اروپایي ټولنې له شارژدافېر سره په خبرو کې د نجونو ښوونځيو پر پرانیستلو ټينګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني په کابل کې د متحده عربي اماراتو د علماوو له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، اسلام پر نر او ښځې شرعي تعلیم فرض کړی او اسلامي امارت د ملت ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، افغانستان ته د بشري مرستو په دوام د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله کڅوړه را ورسېده؛ سویډن هم له افغانستان سره ۷،۴ میلیون ډالر مرسته وکړه او د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان څانګه وایي چې اروپایي ټولنې ورسره د طبي وسایلو مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې يوناما وايي، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر د ۲۰۱۹ کال په پرتله نږدې څلورنیم برابره ډېر شوی او شپږ ميلیون کسان د بېړنۍ کچې خوراکي خوندیتوب له ناورین سره مخ دي.

همداراز، د ملګرو ملتونو خیریه ټولنو د روان زېږدیز کال په پیل کې د افغانستان د بشري کړکېچ د حل لپاره د نږدې څلورنیم میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

Visits: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.