ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پښتو ژبې وتلي لیکوال او محقق استاد اصف صمیم ته د سرو زرو مډال ورکړل شو

د پښتو ژبې وتلي لیکوال او محقق استاد اصف صمیم ته د سرو زرو مډال ورکړل شو

author avatar
19 Mar 2023 - 22:19
د پښتو ژبې وتلي لیکوال او محقق استاد اصف صمیم ته د سرو زرو مډال ورکړل شو
author avatar
19 Mar 2023 - 22:19

اټلانټا (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۱): د ننګرهار پنځون فکري بنسټ د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د هېواد ستر لیکوال او محقق استاد محمد اصف صمیم ته د سرو زرو مډال ورکړ.

یاد بنسټ د استاد صمیم دغه نمانځغونډه د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې جوړه کړې وه، چې پکې د ادیبانو، استادانو، لیکوالو، مشرانو، ژورنالېستانو، شاعرانو او د ادب د لارویو په شتون کې ترسره کړه.

د پنځون فکري بنسټ یو تن مشر اجمل جنت ، پښتو ژبې او ادب ته د استاد صمیم چوپړتیاوې او ورکړې د نمانځنې وړ وبللې او استاد یې د یو حقدار شخصیت په توګه یاد کړ.

همدارنګه نوموړي د استاد صمیم د ترسره کړو هڅو مننه وکړه او ډاډ يې ور کړ چې د ژبې او ادب حقدار ليکوال به لا نمانځي او په وياړ به يې غونډې او سيمنارونه جوړوي.

د کامې ولسوالۍ پوهنې آمريت د څارنې غړي عصمت الله عاصم د استاد صمیم پېژندنه وړاندې کړه او ورپسې مشر ليکوال او د استاد صميم استاد، قاضي فضل غني کاف لام د استاد صميم پر ژوند، هڅو او شخصيت خپلې خبرې وکړې او استاد صمیم یې د عاطفې او مينې مخبېلګه/الګو ياده کړه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګ امر سيد امرالله امېد د استاد صميم پر ټولنيز، علمي، هنري او ادبي شخصيت خپله مقاله واوروله، او استاد صميم یې د اوسنيو ليکوالو سرلاری او د پښتو ژبې او ادب لويه سټه معرفي کړې وه.

ورپسې د ننګرهار پوهنتون پښتو ادبیاتو د ماسترۍ برنامې او د ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې استاد پوهاند دوکتور محمد ابراهيم همکار د استاد صميم پر علمي او فرهنګي هڅو خپله وينا وکړه.

هغه وويل چې استاد صميم د اوسنيو ليکوالو هغه سر لاری دی چ

ې پښتو ژبې او ادب ته يې کوټلی او منلی کار کړی او د بېلګې په توګه يې د استاد صميم د څو کتابونو يادونه او پر هغې لنډې تبصرې هم وکړې.

وروسته عطاءلله صافي د عبدالوکيل اټک ليکل شوې مقاله واوروله چې د استاد صميم پر شخصيت او علميت یې خپلې څرګندونې کړې وې.

د غونډې په مینځ مینځ کې شاعرانو خپل شعرونه وړاندې کړل.

په پای کې د مشرانو ليکوالو او ميلمنو په لاس استاد محمد اصف صميم ته د عبدالوکيل اټک په مالي همکارۍ د سرو زرو برابر شوی مډال پر ټټر ولګول شو.

استاد صمیم له پنځون فکري بنسټ او راغلو میلمنو مننه وکړه چې داسې پرتمینه غونډه یې برابره کړې وه.

Visits: 63

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.