ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قادري: له نشه‌یي توکو سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راغلې ډېرې پیسې بېرته بهرنیو کمپنیو یووړې

قادري: له نشه‌یي توکو سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راغلې ډېرې پیسې بېرته بهرنیو کمپنیو یووړې

author avatar
30 Mar 2023 - 16:29
قادري: له نشه‌یي توکو سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راغلې ډېرې پیسې بېرته بهرنیو کمپنیو یووړې
author avatar
30 Mar 2023 - 16:29

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۲): د حامد کرزي حکومت کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزير حبيب‌الله قادري وايي، د هغه وخت حکومت کې د فساد له امله د نشه‌يي توکو مخنیوی ونه شو او له دغو توکو سره د مبارزې لپاره هېواد ته راغلې ډېرې پیسې بېرته بهرنیو کمپنیو یووړې.

قادري چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي جمهوري ریاست په دوره کي له نشه‌یي توکو سره د مبارزې وزیر و، ادعا کوي چې د کرزي په حکومت کې د کابینې د ځینو غړو په ګډون ډېرو چارواکو د نشه‌یي توکو په قاچاق کې لاس درلود او اوس که څه هم چې د افغانستان سرپرست حکومت د دغو توکو پر کښت بندیز لګولی، خو فکر نه کوي چې په کښت کې دې ډېر توپیر راغلی وي؛ دی د کابل له پل‌سوخته سیمې د نشه‌یانو ټولولو اقدام ستایي.

«د کرزي په حکومت کې فساد و چې د نشهيي توکو مخنیوی ونه شو»

حبيب‌الله قادري د پژواک خبري اژانس په «سرنوشت» خپرونه کې وویل: «پخواني ولسمشر حامد کرزي د نشه‌يي توکو مخنیوي لپاره خبرې کولې او په اړوندو پروګرامونو کې یې برخه هم اخیسته، خو د نشه‌يي توکو مخنیوي لپاره له فساده د پاکو چارواکو ګومارل مهم و، کوم چې په هغه وخت کې ونه شول.»

نوموړی ادعا کوي چې د حامد کرزي په وخت کې ډېر لوړرتبه مامورین فاسد وو.

د هغه په وینا، د کورنیو چارو وزارت کسانو به بزګرانو ته ویل چې که پیسې ورکړي نو کښتونه یې نه ورخرابوي؛ نو ځکه هغه وخت له نشه‌يي توکو سره مبارزه بریالۍ نه وه.

قادري زیاتوي: «کله چې په وزارت کې وم، موږ یو لېست جوړ کړ، په هغه کې د کابینې ځیني کسان هم شامل وو او د ولایتونو په کچه په کې قاچاق کوونکي په نښه شوي وو، خو پر لېست کار ونه شو، هغوی چې محاکمو ته وړاندې کېدل، د هغوی محکمه هم سمه نه کېده، لکه یو چارواکی د ۱۵۰ کیلوګرامه هرویینو پر قاچاق زنداني شو، خو هغه خپل زندان هلمند ته تبدیل کړ او له هغه ځایه بیا وتښتېد.»

«د نشه‌يي توکو مخنیوي لپاره راغلې ډېرې پیسې بېرته بهرنیو کمپنیو یووړې»

حبیب‌الله قادري وایي، کله چې دی وزیر و، د افغانستان ټول نشه‌يي توکي د پاکستان، ایران او چین له لارې اروپا او امریکا ته استول کېدل چې افغاني او نړۍوالې مافیا په کې لاس درلود، خو په وینا یې، دوی هڅه وکړه چې له ځینو هېوادونو سره د دغه کار مخنیوي لپاره خبرې وکړي.

هغه وايي: «ځينو اروپايي هېوادونو د نشه‌يي توکو مخنیوي لپاره افغانستان ته پیسې ورکولې، څو عرضه کمه کړي، خو افغانستان پر دغو هېوادونو ټینګار کاوه چې هلته دې تقاضا له منځه یوسي خو نه یې شو کولی.»

هغه زیاته کړه، د نشه‌يي توکو مخنیوي لپاره افغانستان ته چې کومې پیسې راغلې، ډېره برخه یې پخپله د هماغو بهرنیو کمپنیو له لوري لګول شوې، یا یې په هغو پیسو نوره ګټه کړې او بېرته یې پیسې له ځان سره وړې دي.

«اوس هم د نشهیي توکو په کښت کې ډېر توپیر نه دی راغلی»

حبیب‌الله قادري وویل: «زما د معلوماتو له مخې، په کومو سیمو کې چې پخوا د نشه‌يي توکو کښت کېده، طالبانو ترې خپل عشر اخیست، او اوس که څه هم طالبانو د نشه‌يي توکو د کښت مخنیوي اعلان کړی، خو فکر نه کوم چې په کښت کې دې دومره توپیر راغلی وي.»

اسلامي امارت تېر کال د وري په میاشت کې د نشه‌يي توکو، د تولید، پلور او قاچاق مخنیوي فرمان صادر کړ. چارواکي وایي چې له نشه‌یي توکو سره په جدیت مبارزه کوي او په دې وروستیو کې یې خبر ورکړی چې زرګونه جریب ځمکه یې د کوکنارو له کښته پاکه کړې او دا لړۍ روانه ده.

طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال په ٢٠٠١ کال کې د نشه‌یي توکو کرل منع اعلان کړل.

له جرمونو او نشه‌يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې (يواېن‌اوډي‌سي) د یوې سروې له مخې، په ٢٠٠١ کال کې په ټول هېواد کې د نشه‌یي توکو د کښت کچه ٨٠٠٠ هکتارو ته راټيټه شوه، خو په ۲۰۰۲ کال کې دغه کچه ۷۴۰۰۰ هتکارو او په ۲۰۱۷ کال کې ۳۲۸۰۰۰ هکتارو ته لوړه شوه.

قادري وویل، د نشه‌يي توکو کاروبار جرمي اقتصاد رامنځته کوي او په هېواد کې سوله او ارامي زیانموي، نو باید چې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د دې شي مخه ونیسي، خو په خبره یې چې د بزګرانو اقتصاد ته پام په کار دی.

هغه زیاته کړه، که کوکنار کرل کېږي نو باید له ځينو بهرنیو کمپنیو سره پرې خبرې وشي چې هغوی له دغو بدو بوټو درمل جوړ کړي.

د راپورونو له مخې، حاجي بشر نورزی – چې د کندهار ستر سوداګر او اسلامي مارت ته له نږدې کسانو دی- له شاوخوا دوو لسیزو وروسته د امریکا له بنده خوشی شو او تېر کال د وږي په ۲۸مه کابل ته راورسېد.

حبیب‌الله قادري، بشر نورزی د نشه‌یي توکو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن کړ، خو زیاته یې کړه چې د امریکا له خوا د هغه نیول کېدل د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو نه و، بلکې له اسلامي امارت سره د اړیکو له امله نیول شوی و او راخوشې کېدل یې له سیاسي مسایلو سره تړلې مسئله ده.

له نشه‌يي توکو سره د مبارزي یاد پخواني وزیر په کابل کې له پل‌‎سوخته سیمې د روږدو کسانو ټولولو پروسه ځکه د ستاینې وړ بولي چې په خبره یې، د نشه‌يي توکو د کارونې مهم ځای له منځه لاړ.

دی وايي: «اوس مهمه دا ده چې د روږدو کسانو درملنې لپاره اقدمات وشي.»

تېر کال د سلواغې په ۱۲مه په کابل کې د «آغوش یا غېږ» په نوم پر نشو د روږدو کسانو درملنې ۵۰۰۰ بستریز مرکز پرانیستل شو. د دې ترڅنک په کابل کې د معتادینو زربستریز روغتون کې هم د روږدي کسانو درملنه کېږي.

کورنیو چارو وزارت شاوخوا یوه میاشت مخکې وویل چې په تېرو شاوخوا ۱۸ میاشتو کې په هېواد کې پر نشه‌يي توکو شاوخوا ۸۲ زره روږدي کسان راټول شوي چې ۲۶۸۵۰ یې یوازې په کابل ښار کې وو.

په کابل کې تر ټولو ډېر معتادین د «پل‌سوخته» تر پله لاندې راټولېدل.

Visits: 153

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.