ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تقي، د یوه معتاد مور او پلار زوی: غواړم ډاکټر شم او د روږدو درملنه وکړم

تقي، د یوه معتاد مور او پلار زوی: غواړم ډاکټر شم او د روږدو درملنه وکړم

author avatar
5 Apr 2023 - 16:08
تقي، د یوه معتاد مور او پلار زوی: غواړم ډاکټر شم او د روږدو درملنه وکړم
author avatar
5 Apr 2023 - 16:08

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): په کابل ښار کې د روږدو درملنې په ۱۵۰ بستریز روغتون کې پر نشه‌یي توکو د روږدو ښځو یو شمېر ماشومان چې په دغه روغتون کې د زده‌کړو په جوړ شوي ټولګي کې درس وایي، روږدي‌توب د خپلو کورنیو د بدمرغۍ لامل ګڼي او زیاتوي، په راتلونکي کې به د دغه ناوړه پدیدې پر وړاندې مبارزه کوي.

د کابل ښار په خوشحال‎ خان سیمه کې د روږدو درملنې ۱۵۰ بستریز روغتون کې دا مهال ۳۴ روږدې ښځې تر درملنې لاندې دي چې د دوی ۲۹ ماشومان هم ورسره دي.

د هغو ماشومانو لپاره چې پر نشه‌يي توکو له روږدو ميندو سره په دغه روغتون کې بستر دي، له پنځو کلونو راهيسې د درس او زده‌کړې زمينه برابره شوې او د دوی لپاره ګومارل شوي ښوونکي د رياضي، دري، پښتو، دنیات او انګليسي ژبې زده‌کړې درس ورکوي.

پژواک خبري اژانس په یاد روغتون کې د ټولګي د تدریسي بهیر په اړه راپور چمتو کړی چې په دغه ټولګي کې شامل ماشومان په لېوالتیا سره پر زده‌کړو بوخت دي او د خپل روښانه راتلونکي لپاره هڅه کوي.

د دغو ماشومانو له ډلې يو هم ١١ کلن تقي دى چې دا مهال د خپل مور او پلار د روږدي‌توب ‎له امله له خپلې خور سره په روغتون کې بستر دى.

تقي چې د یاد روغتون په جوړ شوي درسي ټولګي کې له نورو ماشومانو سره پر زده‌کړو بوخت دی، هڅه کوي څو تر نورو ښې زده‌کړې وکړي او د خپل روښانه راتلونکي لپاره لاره هواره کړي.

تقي له خپل ترخه ژونده شکايت کوي او وايي، پلار يې کلونه مخکې پر نشه‌يي توکو اخته شو او وروسته یې مور يې هم معتاده شوه چې په پايله کې يې د ژوند هر څه له لاسه ورکړل.

د تقي پلار درې کاله مخکې ورک شو او له هغه وروسته یې مور د درملنې لپاره دغه روغتون ته لاړه چې د اوسېدو ځای نشتوالي له امله همدلته پاتې شول.

تقي، لیک او لوست په همدغه ټولګي کې زده‌ کړي، اوس د خپل ټولګي لایق زده‌کوونکی دی او ان له خپلو نورو ټولګیوالو سره هم په درسونو کې مرسته کوي.

هغه چې د خپل روښانه راتلونکي لپاره ډېره هڅه کوي وايي: «راتلونکي کې غواړم ډاکتر شم او د روږدو کسانو درملنه وکړم، خپلو خلکو ته د روږدي‌توب په اړه پوهاوی ورکړم، څو نور هېڅوک ‎پر دغو توکو اخته نه شي.»

خو دا یوازې تقي نه دی چې د مور او پلار د اعتیاد له امله د ژوند له ټولو اسانتیاوو بې‌برخې شوی او د هوسا ژوند نه لرل یې ځوروي، بلکې ډېر نور ماشومان له دې ستونزې سره مخ دي.

په دغه ټولګي کې د تقی ترڅنګ ۲۸ نور ماشومان هم زده‌کړې کوي.

۱۲ کلنه فاطمه یوه بله ماشومه ده چې د مور او پلار روږدي‌توب یې د ژوند خوښۍ اخیستې او اوس له خپلې مور او دوو خویندو سره په یاد روغتون کې بستري ده.

فاطمه د دغه ټولګي یوه له لایقو زده‌کوونکو څخه ده او د خپل ښه راتلونکي لپاره هڅه کوي څو ځان او خپله کورنۍ د اعتیاد له کندې وژغوري.

نوموړې د دغو ماشومانو لپاره د یاد ټولګي له جوړېدو هرکلی او وايي، مخکې له دې چې له خپلې مور سره په دغه مرکز کې بستر شي، د سواد له نعمته محرومه وه او اوس يې ليک او لوست زده کړي دي.

فاطمه د خپل ټولګي یوه لایقه زده‌کوونکې ده او له خپلو ټولګیوالو سره په درسونو کې مرسته کوي.

هغه چې د خپل ښوونکې پوښتنو ته یې تر ټولو ډېر ځوابونه ورکول او د تدریس پر مهال یې د ښوونکې خبرو ته ښه غوږ نیولی و، وویل: «غواړم درسونه مې سم زده کړم… غواړم په راتلونکي کې ښوونکې شم، کله چې له دې ځایه ولاړ شو نو مور مې نه پرېږدم چې بیا نشه‌يي توکو ته مخه کړي؛ ځکه چې دا ډېر بد مرض دی.»

فاطمه هم د تقي په څېر نشه‌يي توکي د ځان او کورنۍ د بدمرغۍ لامل ګڼي او وايي، په راتلونکي کې به د دې ناوړه پديدې پر وړاندې مبارزه کوي.

هغه له حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانيزي، څو ټولې نجونې زده‌کړې وکړي؛ ځکه د هغې په باور، د مور د روږدي‌توب اصلي لامل بې‌سوادي او په کم عمر کې واده کول وو.

د باميان ولايت اوسېدونکې او د فاطمې مور ۳۵ کلنه نور بي‌بي د یاد ټولګي جوړېدل ستایي او وايي چې نه غواړي ماشومان يې نالوستي پاتې شي.

نور بي‌بي په ۱۳ کلنۍ کې له یوه سړي سره واده وکړ چې روږدی نه و، خو څه موده وروسته پوه شوه چې خاوند یې نشه‌یي توکو ته مخه کړې او د وخت په تېرېدو سره دا هم پرې روږدې شوه.

هغې زیاته کړه: «لس کاله مې نشه‌يي توکي کارول، خو ورځ تر بلې به مې حالت خرابېده، اوس غواړم چې پرې‌اږدم، دلته راغلې یم څو درملنه مې وشي.»

اوس چې د نور بي‌بي حالت یو څه ښه شوی وایي: «زه په همدې هڅه کې یم چې یوه دنده پیدا کړم، د لسو کلونو په موده کې موږ په خپل حال اخته وو، زه تل له خدایه غواړم چې توفیق راکړي او مرسته راسره وکړي چې یوه دنده ترلاسه کړم…ښه مور اووسم او ماشومانو ته مې خدمت وکړم.»

په ورته وخت کې، د کابل ښار په خوشحال خان سیمه کې د روږدو درملنې ۱۵۰ بستریز روغتون یوه ښوونکې خالدې صالحي پژواک ته وویل، دوه کاله کېږي چې په یاد ښوونیز ټولګي کې درس ورکوي.

نوموړې زیاته کړه، په درسي ټولګي کې یادو زده‌کوونکو ته -چې د سهار له اتو بجو پیل او تر ۱۱:۴۵ پورې دوام کوي- د دري، انګلیسي، دیني علومو او رسامۍ مضمونونه تدریسوي، همداراز د حفظ الصحې د مراعتولو، د نشه‌یي توکو د زیانونو او په ټولنه کې د اړیکو په اړه هم بحثونه ترسره کېږي.

هغه همداراز وایي، په دغه بهیر کې د درسونو ترڅنګ تفریحي پروګرامونه لکه کارټون، ورزش او ازادې لوبې شامل دي.

نوموړې وایي، دغه ماشومان د ۴۵ ورځو لپاره په یاد مرکز کې درس وایي، خو ځیني یې چې کورنۍ او پلار نه لري، د ډېرې مودې لپاره دلته پاتې شوي دي.

د صالحې په وینا، هغه ماشومان چې اوږدمهال دلته پاتي کېږي، له روغتونه تر رخصتېدو وروسته لیک او لوست ښه زده کوي او حتا کولای شي په خپلو عمومي ښوونځیو کې په دویم ټولګي کې شامل شي.

د اعتیاد پریښودو د ۱۵۰ بستریز روغتون سرطبیب ډاکټر هما حضرتي پژواک ته وویل، په دغه مرکز کې ماشومانو ته د درس ورکولو موخه د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه د هغوی د پوهې کچې لوړول دي څو وکولای شي په راتلونکي کې له دغې بدې پدیدې سره مبارزه وکړي.

نوموړې څرګنده کړه، په یاد روغتون کې چې په ۱۳۹۵ کال کې تاسیس شوی، له هغه وخت راهیسې پر ماشومانو سربېره یې میندو ته یې هم د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

هغې زیاته کړه چې اوسمهال په یاد روغتون کې ۳۴ میرمنې د هغوی له ۲۹ ماشومانو سره بسترې دي چې یادو ماشومانو کې ۱۴ نجونې او ۱۵ هلکان دي او دغه ټول ماشومان له دیارلسو کلونو کم عمر لري.

د هغې په وینا، د هغو ماشومانو لپاره چې له دې ځایه فارغېږي، په عمومي ښوونځیو او روزنتون کې یې د شاملېدو زمینه ورته برابره شوې او هغو ماشومانو ته یې چې تذکرې یې نه لرلې، ورته اخیستل شوې دي.

نوموړې په درسي ټولګي کې د شاملو ماشومانو لپاره د قرطاسیې او د ښوونکو کموالی اصلي ستونزه وبلله او له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو څخه یې وغوښتل چې په دغه برخه کې ورسره همکاري وکړي.

Views: 123

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.