ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر او هلمند کې له زرګونو کورنیو  سره مرسته وشوه

لوګر او هلمند کې له زرګونو کورنیو سره مرسته وشوه

لښکرګاه ، پل‌علم (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۲): د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، محمداغه او خروار ولسوالیو کې له شاوخوا دوه زره اړو او بېوزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د پل‌علم په ګډون په محمداغه او خروار ولسوالیو کې یادې شاوخوا دو زره کورنۍ د یوې سروې په پایله کې مستحقې پېژندل شوې وې.

هغه زیاته کړه، پر یادو کورنیو تېره ورځ د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري نغدې پیسې ووېشل شوې چې هرې کورنې ته ۷۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

نوموړی وايي، یادې کورنۍ به وکړای شي چې پر دې مرستې د څه مودې لپاره خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د یو بل خبر له مخې، په هلمند ولایت  کې  هم له ۱۶۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
د یادو مرسیتو د ورکړي پرمهال د هلمند ملي سوداګرو د اتحادیې د صنعت کارانو رییس حاجي رحمت الله نظر پژواک خبري اژانس ته وویل ؛ نن یې په دغه ولایت کې د ملي سوداګرو ټولنې لخوا ۱۲۰۰ کورنیو سره د ۶ قلمه خوراکي توکو مرسته وکړه .

د ده په وینا ، په یاده مرسته کې ۴۰ کیلو ګرامه اوړه ، ۱۰ کیلو ورجې ، ۵ لیټره غوړي ، ۲ نیمي کیلو بوره او یوه کلیو شنې چای شاملي دي .

دغه راز په مرکز لښکرګاه کې د یو کاناډا ميشتي افغان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي له ۴۰۰ سوزه بیوزله کورنیو سره د خوارکې توکو مرسته وکړه .

د دې مرستو د وېش مسوول نجیب الله زاهد پژواک ته وویل ؛ چې هرې کورنۍ ته شپږ قلمه خوراکي توکي ورکړل شول.

 

Views: 370

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.