ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي همکاریو سازمان له ۱۱ زره کورنیو سره د مرستو لړۍ پیلوي

د اسلامي همکاریو سازمان له ۱۱ زره کورنیو سره د مرستو لړۍ پیلوي

author avatar
13 Apr 2023 - 23:07
د اسلامي همکاریو سازمان له ۱۱ زره کورنیو سره د مرستو لړۍ پیلوي
author avatar
13 Apr 2023 - 23:07

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۲): د اسلامي همکاریو سازمان وایي، د افغاني سرې میاشتې په همغږۍ به په شپږو ولایتونو کې له ۱۱ زره اړو کورنیو سره مرستې وکړي.

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د بشري مرستو مسوول توفیق احمد د وري په ۲۴مه، د  سازمان له سفیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل: «هرې کورنۍ ته دغه مواد ۶۲ کیلوګرامه وزن لري او پکې اوړه، وریجې، لوبیا، بوره او خرما شامل دي؛ موږ هڅه کوو چې نورې مرستې هم وکړو.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له څه باندې ۲۰۰ زره اړو کورنیو سره مرستې شوې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې یوه مسوول محمد‌صالح اخندزاده وايي: «ډېری خلک مرستو ته اړتیا لري چې باید مرستې ورسره وشي او رسنۍ ډېر پوهېږي او وضعیت څاري، تجربه او څېړنه کوي، په ټوله کې ویلی شو چې په لوړه کچه اړتیاوې شته.»

د اسلامي همکاریو سازمان تر دې مخکې هم د هېواد په پنځو ولایتونو کې له ۲۸۰ زره کسانو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته کړې وه.

Visits: 181

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.