ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د نورستان جیولوژیکي زون کې کانونه په غیرفني ډول کېندل کېږي»

«د نورستان جیولوژیکي زون کې کانونه په غیرفني ډول کېندل کېږي»

author avatar
25 Apr 2023 - 14:41
«د نورستان جیولوژیکي زون کې کانونه په غیرفني ډول کېندل کېږي»
author avatar
25 Apr 2023 - 14:41

پارون (پژواک، ۵ غويی ۱۴۰۲): د نورستان یو شمېر جیولوجستان (ځمک‌پېژندونکي) او کان‌کېندونکي وایي، د دغه  ولایت په جیولوژیکي زون کې شته کانونه په غیرفني ډول کېندل کېږي چې د ډول ډول ستونزو لامل ګرځي او حکومت یې باید مخه ونیسي.

د دوی په خبره، په یاد زون کې د کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو ځیني کانونه شامل دي چې په غیرفني ډول کېندل کېږي او د حکومت او ولس په زیان دی.

خو د نورستان د کانونو ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې کانونه د عامو خلکو او سیمه‌ییزو شوراګانو له خوا کېندل کېږي، دوی ته د اوسني سیسټم پر اساس شپږ برخې ورکول کېږي، د کانونو وزارت په چوکاټ کې حکومت ته خپل قانوني عواید جمع کوي او هیڅ ډول سرغړونه نه شي کولای.

د نورستان یو جیولوجست (ځمک‌پېژندونکی) انجنیر تاثیرالله وایي، د دغه ولایت زون د جیولوژي پر اساس د هېواد له شپږو زونونو څخه یو مهم زون ګڼل کېږي چې د کونزیټو، تورملینو، تختو او لیتیمو کافي زیرمې لري، خو په خبره یې چې تر اوسه یې استخراج په غیرمسلکي توګه ترسره کېږي.

د هغه په وینا، که له کانونو څخه په مسلکي ډول استخراج وشي نو عواید به يې لا ډېر شي .

انجنیر تاثیرالله زیاتوي، په غیرفني کیندنو کې چاپېریال او منرالونو ته زیان رسېږي او ډېری منرالونه ضایع کېږي.

د هغه په خبره، په غیرفني کېندنو کې کان‌کیندونکو، چاپېریال، د اوبو سطحې او نباتاتو ته ډېر زیانونه رسېږي او که دې برخې ته پاملرنه ونه شي نو د ډول ډول ناروغیو لامل هم ګرځي.

د محمدعمر په نوم یو کان‌کېندونکی -چې نږدې پنځلس کاله يې د چپې درې د قیمتي ډبرو کانونو کې یي کار کړی- وایي، دی اوس د سږو پر ناروغۍ اخته دی او دغه ناروغي ورته د کانونو غیرفني کېندنې له امله پېدا شوې ده.

د کونړ ولایت د ننګلام سیمې یو ډاکټر حضرت‌محمد حضرتي وایي، د کان کیندونکو له ډلې ډېری هغه کسان چې په کانونو کې د برمو کارونه کوي، ۹۹ سلنه یې د سږو پر ناروغۍ اخته کېږي او له امله یې اکثره ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړی زیاتوي چې د سږو پر ناروغۍ سربېره، ۸۰ سلنه کان کېندونکي د معدې پر ناروغۍ اخته شوي او هغه ته ډېری مراجعین له همدې ستونزو کړېږي.

ډاکټر حضرتي وايي، د غیرمسلکي کان‌کیندنې هره برخه خطرناکه ده، ډېر خلک د چادونې پر مهال ژوند له لاسه ورکوي او کله کله شدید ټپیان د دوی تر کتنځای پورې رسېږي.

هغه زیاتوي، چا چې په دغو کانونو کې له لسو کلونو ډېر کار کړی، خامخا پر یادو ناروغیو اخته شوي دي.

بلخوا بیا د نورستان د کانونو ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې کانونه د عامو خلکو او شوراګانو له خوا کېندل کېږي، خو دوی ته د اوسني سیسټم پر اساس شپږ برخې ورکول کېږي.

دوی وايي، کان کېندونکي د کانونو وزارت په چوکاټ کې حکومت ته خپل قانوني عواید جمع کوي او کوم ډول سرغړونه نه شي کولای.

د چارواکو په وینا، دوی له اړوند وزارت سره په دې هڅه کې دي چې د کانونو د استخراج په برخه کې د یوه معلوم طرزالعمل له مخې مخکې ولاړ شي .

د نورستان ولایت د کانونو رییس مولوي سیدرحیم عمیر پژواک خبري آژانس ته وویل، یاد وزارت د کانونو برخې طرزالعمل د اسلامي امارت مشرتابه ته استولی، څو له نهایي کېدو وروسته عملي شي چې له مخې به یې، کانونه استخراج شي؛ خو هغه وايي چې د اوس لپاره دوی د سیمې له باتجربه اشخاصو څخه د کانونو په استخراج کې ګټه اخلي .

نورستان د کانونو په برخه کې له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې په ډېرو سیمو کې یې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې شته؛ خو د ځمک‌پېژندونکو په خبره، تر اوسه يې کېندنه په غیرفني ډول ترسره شوې چې زیانونه يې ټول چاپېریال ته رسېږي او که يې مخه ونه نیول شي نو خطر یې لا ډېرېدلی شي .

د یادونې ده، د نورستان ولایت د شرقي او غربي درو په ډېرو سیمو کې کانونه شته خو په شرقي نورستان کې پپړوک او غربي کې د ماوای سیمې کانونه ډېر شهرت لري چې بیروج، تختې، بلور او داسې نور يې مهم منرالونه ګڼل کېږي .

د کانونو ریاست د چارواکو په وینا، تر اوسه د لیتیمو قرارداد چاته نه دی ورکړل شوی خو که د وایګل ولسوالۍ لیتیم په قرارداد ورکړای شي او قانوني استخراج يې پیل شي، نو د ټول هېواد لپاره به ښه زیری وي .

Visits: 244

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.