ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې يوه ډله رضاکار ځوانانو کارګر ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابره کړې

خوست کې يوه ډله رضاکار ځوانانو کارګر ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابره کړې

author avatar
17 May 2023 - 18:06
خوست کې يوه ډله رضاکار ځوانانو کارګر ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابره کړې
author avatar
17 May 2023 - 18:06

خوست ښار (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۲): په خوست کې يوه ډله رضاکار ځوانانو هغو بې‌وزله ماشومانو ته د وړيا زده‌کړو زمينه برابره کړې چې د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزو هوارولو لپاره په ښار کې پر بېلابېلو کارونو بوخت دي.

دغه ماشومان چې عمرونه يې د ۶ او ۱۴ کلونو ترمنځ دي، د بې‌وزلۍ او د کورنۍ اقتصادي مشکلاتو له امله له زده‌کړو پاتې دي.

۱۲ کلن رفيق چې اصلا د پکتيا ولايت اوسېدونکی دی او دا مهال د خوست مرکز اړوند په حبش‌خېلو سيمه کې اوسېږي، يو له دغو ماشومانو څخه دی.

رفيق پژواک اژانس ته وويل، د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو په موخه له سهاره تر مازيګره په ښار کې لاسي کراچۍ چلوي او د خلکو درانه پنډونه يوې او بلې خوا ته انتقالوي.

نوموړي وويل، کله چې خپل همزولي ښوونځي ته د تګ پر مهال ويني، نو ډېر د ناهيلۍ احساس کوي.

هغه وايي، کاش د ده په ژوند کې هم داسې ورځ راشي چې د ښوونځي بکس يې پر شا او له خپلو همزولو سره يو ځای د ښوونځي پر لور روان وي.

هغه زياتوي، له کله نه چې د وړيا زده‌کړو په دغه ټولګي کې شامل شوی، داسې فکر کوي چې خوبونه یې رښتيا کېږي.

رفيق زياته کړه: «دلته ډېر خوښ يم، دلته ما ډېر څه زده کړل په دې څو ورځو کې؛ ما رياضي کې د جمعې سوالونه زده کړل، د جمعې تعريف مې زده کړ، څو جملې مې زده کړې، د الفبا ټکي مې زده کړل. تعليم ډېر خوند راکوي.»

۱۴ کلن بلال د وړيا زده‌کړو دغه مرکز يو بل زده‌کوونکی دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل، سره له دې چې ټوله ورځ لاسۍ کراچۍ کې درانه بارونه ښار کې يوې او بلې خوا ته وړي او ښه ستړی وي، خو له تعليم سره د بې‌کچې مينې درلودلو له امله بيا هم د ورځې په پای کې ياد مرکز ته ورځي.

نوموړی وايي، تر پنځم ټولګي پورې يې درس ویلی، خو هغه وخت ترې په نيمايي کې پاتې شو چې پلار يې بې‌روزګاره شو او پر ځای يې ده له خپلې کورنۍ سره د مرستې په موخه پر مزدورۍ لاس پورې کړ.

هغه وايي: «پلار مې په عمره تللی و، بيا هلته ونيول شو، بيا موږ باندې لږ پورونه واوښتل، پلار مې راته ويل چې ته سبق وايه زه پيسې درته پيدا کوم، خو ما ورته وويل چې موږ پسې واړه وروڼه او خويندې دي، زه بايد ګاډۍ وچلوم او که ښار کې څه زمينه راته برابره شوه درس هم وايم. اوس خوښ يم چې له کار سره څنګ کې درس هم وايم.»

د بې‌وزله ماشومانو د وړيا زده‌کړو ياد مرکز له جوړوونکو څخه يو هم رضاکاره ځوان نقيب‌الله ځلاند دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د وړيا زده‌کړو په دغه مرکز کې ماشومانو ته د ليک لوست، خطاطۍ او د انګليسې ژبې ترڅنګ اسلامي ښوونه او روزنه هم ورکول کېږي، څو په ورځني ژوند کې ترې ګټه واخلي.

د نوموړي په وينا، دغه کار يې د هېوادني احساس له مخې پيل کړی، څو ټولنې ته خدمت وکړي.

هغه وویل، که څه هم دغه کار نوی دی او په لومړۍ ورځ يې دوه زده‌کوونکي درلودل، خو دا مهال يې شمېر شلو ته رسېږي او ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

ځلاند زياته کړه: «يو ماشوم ټوله ورځ ګاډۍ چلوي، سره له دې چې دی په ورځ کې ۱۰۰ يا ۱۵۰ افغانۍ پيدا کوي، خو يو ماشوم ته قناعت ضرور دی چې موږ سره په دا درس کې ګډون وکړي. ماشوم ته وايم چې ټوله ورځ ته ګاډۍ وچلوه يا پالش وکړه، يو ساعت د تعليم لپاره هم ځانګړی کړه ترڅو د خپل ژوند په مفهوم پوه شې.»

نقيب‌الله ځلاند په خپلو کې خبرو وويل چې د دغو ماشومانو د قرطاسيې او نورو درسي توکو لګښت د خوست سوداګرو په مرسته پوره کوي.

هغه همداراز وويل، هڅه يې پيل کړې چې نه يوازې د خوست په مرکز بلکې د دغه ولايت په ټولو سيمو کې دغه ډول د زده‌کړې وړيا مرکزونه جوړ کړي، څو په ټولنه کې ماشومان نالوستي پاتې نه شي.

په ورته مهال، د خوست د پوهنې رياست مسوولين وايي، هر هغه خدمت چې ماشومانو ته په کې د زده‌کړې زمينه برابرېږي، دوی يې ملاتړ کوي.

د خوست د پوهنې رياست د نشراتو مدير سيدکبير سنګين پژواک ته وويل، د خوست پوهنې رياست پلان لري چې دغه ډول ماشومانو ته د دولتي ښوونځيو ترڅنګ په خصوصي ښوونځیو کې هم په کم فيس د زده‌کړو زمينه برابره کړي.

نوموړي همدا ډول د پوهنې په برخه کي له فعالو مرستندويه بنسټونو غوښتنه وکړه چې په لرو سيمو کې بې‌وزله ماشومانو ته د زده‌کړو ټولګي جوړ کړي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې يونيسف هم اعلان کړی چې د روان زېږدیز کال تر پایه افغان ماشومانو لپاره د سواد زده‌کړو ټولګيو شمېر ۲۱ زرو ته رسوي.

Visits: 297

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.