ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل شوه

ننګرهار کې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل شوه

author avatar
22 May 2023 - 15:10
ننګرهار کې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل شوه
author avatar
22 May 2023 - 15:10

جلال‌اباد (پژواک، ۱ غبرګولی ۱۴۰۲): په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل شوه چې پر دغه ولایت سربېره د کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو د ښځينه سوداګرو او پانګه‌والو د ستونزو حل لپاره به کار کوي.

یادې خونې تېره ورځ (یکشنبه) په جلال‌اباد ښار کې د يوې غونډې پر مهال د فعاليت اعلان وکړ.

که څه هم يادې غونډې ته رسنۍ نه وې بلل شوې، خو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له خبريالانو سره د غونډې معلومات شريک کړل.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست په کوربه‌توب د جلال‌اباد ښار په سپینه ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار د ښځو سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل شوه او د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان لپاره د ښځو سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره هئیت وټاکل شو.

په خبرپانه کې د ننګرهار ولايت د صنعت او سوداګرۍ ريیس سید عبدالبصیر پاچا له قوله راغلي چې د اسلام له نظره د ښځو له خوا کاروبار د ځانګړو شرعي شرايطو په نظر کې نيولو سره هیڅ ستونزه نه لري.

هغه دغه‌راز ښځينه سوداګرو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او ټينګار يې کړی چې خپل فعاليتونه د اسلامي اصولو او شرعي حجاب په رڼا کې مخې ته يوسي.

په غونډه کې د ښځینه سوداګرو فعالیتونه د هېواد په ابادۍ کې مهم بلل شوي او د سوداګرۍ په برخه کې یې د ښځو لپاره د هر راز مرستې ډاډ ورکړل شوی دی.

په ننګرهار کې اوسمهال سلګونه مېرمنې د قالين‌اوبدنې، د ښځينه جامو جوړولو او نورو لاسي صنايعو برخو کې پر کارونو بوختې دي او هيله لري چې که ځانګړی بازار ورته جوړ شي نو ډېرو نورو ته به هم د کار زمينه برابره شي.

Views: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.