ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ بورډ یوه سپورټي کمپلکس ته د شل اووریزو سیالیو ترسره کولو جواز ورکړ

د افغانستان کرکټ بورډ یوه سپورټي کمپلکس ته د شل اووریزو سیالیو ترسره کولو جواز ورکړ

author avatar
22 May 2023 - 18:58
د افغانستان کرکټ بورډ یوه سپورټي کمپلکس ته د شل اووریزو سیالیو ترسره کولو جواز ورکړ
author avatar
22 May 2023 - 18:58

کابل (پژواک، ۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ له لوري یوه سپورټي کمپلکس ته د شل اووریز لیګ ترسره کولو لپاره د لومړۍ درجې جواز ورکړل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ مشر نظیم‌جار عبدالرحیمزي نن په کرکټ بورډ کې په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل، کرکټ بورډ به خصوصي سکټور ته د کرکټ په برخه کې تخنیکي او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه چې د نورې نړۍ په پرتله خصوصي سکټور په افغانستان کې د کرکټ په برخه کې کمه پانګونه کړې ده.

نوموړي وویل: «نن مونږ ایوبي سپورټ کمپلکس ته د اریانا سوپر لیګ ترسره کولو لپاره د لومړۍ درجې جواز ورکړ.»

هغه زیاته کړه، یوه لیګ ته د لومړۍ درجې جواز ورکول په دې معنا ده چې په دغه لیګ کې د افغانستان کرکټ بورډ ټول لوبغاړي لوبېدلی شي.

عبدالرحیمزي وویل، د اریانا سوپر لیګ په شل اووریزه بڼه ترسره کېږي او د کرکټ بورډ اړوند ټول لوبغاړي، د ملي لوبډلې، ۱۹ کلن، تقاعد شوي، د کورني کرکټ قراردادي او نور لوبغاړي پکې برخه اخیستلی شي.

هغه وایي چې د یاد لیګ د لوبغاړو لپاره مختلفې کټګورۍ جوړې شوې او د هرې یوې لپاره ځانګړي فیسونه ټاکل شوي دي.

نوموړی وایي، د یاد لیګ ترسره کولو کره نېټه نه ده معلومه خو ښايي د روان کال په جولای میاشت کې ترسره شي.

عبدالرحیمزي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، کرکټ بورډ هڅه کوي چې د افغانستان سوپر لیګ (APL) او شپږیزه غوره لیګ سیالۍ د روان کال په نومبر او ډسمبر میاشتو کې ترسره کړي؛ ځکه له دې مخکې د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي بوخت دي.

همدارنګه په یاده غونډه کې د ایوبي کمپلکس مسوول عبدالطیف ایوبي وویل چې دغه لیګ به په ډېره بڼه ترسره کړي.

نوموړی وایي، دوی ته د کرکټ بورډ له لوري د لسو کلنو لپاره لومړۍ درجه جواز ورکړل شو.

هغه زیاته کړه چې په یاد لیګ کې به د هېواد له پنځو زونونو څخه شپږ لوبډلې برخه ولري.

Visits: 70

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.