ژبه

کابل ښار کې د تېلو بیه ۴ سلنه لوېدلې
آرشیف

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): په کابل ښار کې نن د اووه ورځو مخکې په پرتله د قزاقي اوړو، سرو زرو او تېلو بیې لوېدلې، خو د پاکستانۍ وریجو بیه لوړه شوې ده.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لیټر پټرولو بیه له ۶۶ نه ۶۵ افغانیو ته او د یو لیټر ډیزلو بیه له ۶۷ څخه ۶۳ افغانیو ته لوېدلې ده.

د هغه په وینا، په نړۍوال بازار کې د تېلو بیو لوېدو او همداراز هېواد ته د دغو توکو وارداتو ډېرېدو له امله په بیو کې یې کموالی راغلی دی.

دغه‌راز د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، نن د اووه ورځې مخکې په پرتله د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۵۶ نه ۵۸ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه وایي، دا چې په نړۍوال بازار کې د اوبلن ګاز بیه لوړه شوې نو د هېواد په بازارونو کې هم بیه لوړه شوې ده.

د قزاقي اوړو بیه ټيټه شوې

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۷۰۰ نه ۱۶۵۰ افغانیو ټیټه شوې ده.

د هغه په وینا، قزاقي اوړو ته د تقاضا کمېدو او د وارداتو ډېرېدو له امله بیه یې ټيټه شوې ده.

خو سرچینه زیاتوي چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سیله پاکستانۍ وریجو بیه له ۲۹۰۰ نه ۳۰۰۰ افغانیو لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، په پاکستان کې د سیاسي ستونزو او کړکېچونو له امله د وریجو بیه لوړه شوې؛ ځکه یې افغانستان ته صادرات کم شوي دي.

خو سرچینه څرګندوي چې د نورو لومړنیو خوراکي توکو  په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

هغه زیاتوي، نن هم لکه تېره شنبه په عمده ډول ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرام هندي بوره په ۳۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د یو شمېر توکو پرچون بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر او په ځینو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۷۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۷۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۸۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې لوېدلې

د کابل ښار په تیمورشاهي جاده کې د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۶۵۰ څخه ۴۶۰۰  افغانیو ته  او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له  ۳۶۰۰  څخه ۳۵۵۰ افغانیو ته لوېدلې ده.

د سرو زرو پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیو له بدلون سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۷.۵۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۵ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غویي په ۳۰مه، یو امریکايي ډالر په ۸۷ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۹۰ افغانۍ تبادله کېدې.

ورته موضوع