ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې

کابل کې د سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې

author avatar
3 Jun 2023 - 15:30
کابل کې د سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې
author avatar
3 Jun 2023 - 15:30

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د ورزش او المپیک ملي کمېټه وایي، په کابل کې د ۲۴ کلبونو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې.

یادې کمېټې نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د سوک‌وهنې ملي فدراسیون په تمريناتي ځاى کې د کابل ښار د ٢٤ کلبونو د ۱۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې.

المپیک ملي کمېټې ویلي، په دغو سیالیو کې ۱۲، ۱۳ او ۱۴ کلن ورزشکاران ګډون لري چې درې ورځې به دوام وکړي.

سرچینه وایي چې دغه سیالۍ د کم عمرلرونکو ورزشکارانو د هڅونې او تشویق لپاره ترسره کېږي.

 

Visits: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.