منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۴ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه رسمي سفر چین ته رسېدلی

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه رسمي د چین پلازمېنې بېجینګ ته رسېدلی او د دغه سفر موخه، د پرانیستې او دوامداره ارتباطي چینلونو رامنځته کول ښودل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن نن (یک‌شنبه) چين ته ولاړ او هلته يې له د دغه هېواد له چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

سرچینې لیکلي، د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال په تېره فبرورۍ میاشت کې چین ته د بلینکن سفر وروسته له هغه وځنډول شو چې د متحده ایالتونو په فضا کې د چینایي جاسوس بالون الوتنه وکړه.

سرچینې زیاته کړې، بلینکن د متحده ایالتونو لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د ولسمشر جو بایډن له دندې پيلېدو وروسته چین ته سفر کوي.

سرچینه زیاتوي، د متحده ایالتونو چارواکو تېره اونۍ د بلینکن د سفر په جریان کې د لوی پرمختګ احتمال رد کړ خو ويې ویل، د بلینکن اصلي هدف د پرانیستې او دوامداره ارتباطي چینلونو رامنځته کول دي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیکه سیالي شخړې ته نه رسېږي.

سرچینه کاږي، د متحده ایالتونو چارواکي او شنونکي تمه لري چې د بلینکن سفر به په راتلونکو میاشتو کې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د لا نورو دوه‌اړخیزو غونډو لپاره لاره هواره کړي.

د سرچینې له قوله، بلینکن د جمعې په ورځ بیجینګ ته له روانېدو مخکې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د هغه سفر درې مهمې موخې لري: د کړکېچ د مدیریت لپاره د میکانیزمونو جوړول، د امریکا او متحدینو د ګټو پرمختګ او د اړوندو اندېښنو په اړه مستقیمې خبرې کول او د احتمالي همکارۍ د ساحو لټول دي.

سرچینې په ډاګه کړې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپل دغه سفر په ترڅ کې هوډ لري چې له خپل چینايي سیال او ښايي د یاد هېواد له ولسمشر سره وګوري.

په راپور کې ویل شوي، د امریکا متحده ایالتونو لوړپوړو چارواکو ویلي چې سیمه‌ییز امنیت، له نشه‌يي توکو سره مبارزه، د اقلیم بدلون، نړۍوال اقتصادي ثبات او په چین کې په ناقانونه ډول نیول شوي امریکايي وګړو اړوند مسایل د بلینکن د سفر په اجنډا کې شامل موضوعات دي.

د یاد راپور له مخې، د امریکا او چین ترمنځ اړیکې له څو کلنو راهیسې د اقتصاد، سوداګرۍ، بشري حقونو، امنیت او په سیمه کې د چین مخ پر زیاتېدونکي نفوذ اړوند مسایلو د اختلاف له امله ترینګلې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه