ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تکواندو افغان لوبغاړو د سویلي کوریا نړۍوالو سیالیو کې شپږ مډالونه ترلاسه کړل

د تکواندو افغان لوبغاړو د سویلي کوریا نړۍوالو سیالیو کې شپږ مډالونه ترلاسه کړل

author avatar
4 Aug 2023 - 00:24
د تکواندو افغان لوبغاړو د سویلي کوریا نړۍوالو سیالیو کې شپږ مډالونه ترلاسه کړل
author avatar
4 Aug 2023 - 00:24

اټلانټا (پژواک، ۱۲ زمری ۱۲۰۲): د افغانستان تکواندو فدراسیون وایي چې د سویلي کوریا نړۍوالو سیالیو کې افغان لوبغاړو شپږ مډالونه ترلاسه کړي دي.

د دغه فدراسیون ویاند ذبیح‌الله شهزاد د زمري په ۱۲مه، پر خپله فیسبوک‎پاڼه لیکلي، په اتو وزنونو کې د ۳۰ هېوادونو د ۲۲۰ لوبغاړو په ګډون سره دا سیالۍ نن ترسره شوې.

هغه زیاته کړې، رویا امیني په لومړي وزن کې برونز، په دویم وزن کې محسن رضایي، دامریکا، کوریا او استرالیا لوبغاړو ته ماتې ورکړه او د نقرې مډال یې خپل کړ.

دغه راز حکمت‌الله زین په درېیم وزن کې خپلو عراقي او کاناډایي سیالیانو ته ماتې ورکړه، خو له کوریایي سیال څخه یې ماتې ومنله او د برونز مډال یې ترلاسه کړ.

د شهزاد په وینا، په شپږم وزن کې رامش حسیني برونز مډال او په اووم وزن کې محمد اشرف شکران بیا د نقرې مډال ترلاسه کړ.

هغه وایي، په اتم ازاد وزن کې علي اکبر امیري هم برونز مډال خپل کړ او دې سره د افغان لوبغاړو لوبې د شپږو مډوالونو په ترلاسه کولو سره پای ته ورسېدې.

Views: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.