ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د واده مراسمو یوه موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او ۴۳ نور ټپیان شوي

کندوز کې د واده مراسمو یوه موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او ۴۳ نور ټپیان شوي

author avatar
9 Aug 2023 - 22:40
کندوز کې د واده مراسمو یوه موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او ۴۳ نور ټپیان شوي
author avatar
9 Aug 2023 - 22:40

کندوز (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): په کندوز ولایت کې د واده مراسمو یوه موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د کندوز امنیې قومانداني وایي چې یاده پېښه نن د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د پروژې سړک سیمه کې شوې ده.

د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار پژواک خبري اژانس ته وویل،  یو پیکپ موټر چې د واده ګډونوال په‌کې سپاره وو، له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یو ماشوم مړ او ۴۳ نور کسان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، ټپیان شوي دي.

خاکسار وایي چې ټپیان د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاته شوې چې له امله یې شاوخوا ۳۵۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

Visits: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.