ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سورصلیب: افغانستان کې د فعالیتونو د درولو پلان نه لرو

سورصلیب: افغانستان کې د فعالیتونو د درولو پلان نه لرو

author avatar
7 Sep 2023 - 16:18
سورصلیب: افغانستان کې د فعالیتونو د درولو پلان نه لرو
author avatar
7 Sep 2023 - 16:18

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): کابل کې د سره صلیب د اورتوپیدي مرکز رییس په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو پر دوام ټینګار کوي او وایي، هر کال نږدې ۳۲ زره قالبونه او مصنوعي غړي او دغه راز درې زره ویلچره معلولینو ته ورکول کېږي.

په کابل کې د سره صلیب د اورتوپیدي مرکز رییس نجم‌الدین هلال پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه بنسټ په افغانستان په ۱۳۶۷ کال کې خپل فعالیت پیل کړ؛ په لومړیو کې یې جنګي معلولینو ته چې په چاودنو کې یې خپل د بدن غړي له لاسه ورکول، مصنوعي پښې او لاسونه ورکول.

هغه وایي، اوسمهال سوءشکل او فلج شوو ماشومانو او هغو کسانو ته چې په ترافیکي پېښو کې معلول شوي هم لکړې، ویلچر او مصنوعي د بدن غړي ورکوي.

نوموړي وویل چې دغه مرکز په خپل ۳۵ کلن فعالیت کې هر کال معلولینو ته له ۳۰ تر ۳۲ زرو پورې قالبونه، مصنوعي د بدن غړي او درې زره ویلچره ورکوي.

د هغه په خبره، هر کال شاوخوا ۱۸ زره ناروغان په بلخ، هرات، ننګرهار، کاپیسا، بدخشان او هلمند کې د دغه بنسټ اړوندو مرکزونو کې ثبتیږي چې ډېری یې غیرجنګي معلولین دي او د دوی له منځه نږدې ۲۰۰۰ یې له جګړې پاتې معلولین دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د قالبونو او مصنوعي غړو جوړولو لپاره اومه توکي له بهره واردیږي او وروسته بیا د ډاکټرانو له خوا په اړوندو روغتونونو کې جوړیږي.

نوموړي په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو پر دوام ټینګار کړی او ویلې یې دي: «سور صلیب د خپلو فعالیتونو د درولو پلان نه لري… راتلوونکي کې به هم دا پروګرام روان وي، دا د نړۍ په کچه یو لوی پروګرام دی.»

د سرچینې په خبره، سور صلیب د ناروغانو د رضایت جلبولو په موخه هڅه کوي څو با کیفیته خدمات وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه: «د روغتون دروازه د ټولو پر مخ خلاصه ده، ټولو ناروغانو ته رسېدنه کېږي او درملنه یې وړیا ده.»

په ورته وخت کې د دغه روغتون د فزیوتراپي برخي سُپروایزر ډاکټر محمدداود وایي: «زموږ پروګرام یوازې دا نه دی چې هغو خلکو ته چې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي یا فلج دي مرسته وکړو، دلته دوه برخې پر مخ وړو یوه فزیکي توان‎بخشي ده چې ناروغ په پښو دریږي، دویم معلولین په ټولنه کې شاملوو، څو په ټولنه کې کار پیدا کړي او هغوی په دندو کې شاملوو.»

ځيني معلولین د دغه روغتون خدمات ستایي.

دغه روغتون کې یو ناروغ محمدالله وویل چې یو کال مخکې یې د شکر ناروغۍ له امله پښه پرې شوه له ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی.

هغه وویل دغه روغتون ته له راتلو وروسته، اوس یې ورته مصنوعي پښه جوړه کړې ده.

نوموړي وویل: «د دغه روغتون خدمات معیاري دي او ناروغانو ته ښه رسېدنه کېږي، په شخصي کلینیکونو کې د یوې مصنوعي پښې په جوړولو له ۶۰ تر۱۵۰ زرو افغانیو لګښت راځي خو له نېکه مرغه دغه روغتون کې په وړیا ډول ناروغانو ته چمتو کېږي.»

په ورته وخت کې، د خوست یو اوسېدونکی شېرپادشاه چې څلور کال مخکې یې دواړه پښې د ماین په چاودنه کې له لاسه ورکړي وايي، تر اوسه یې څو ځلې له دغه روغتونه مصنوعي پښې ترلاسه کړې دي.

 نوموړی وایي: «په لومړیو کې له ګڼو ستونزو سره مخ وم، مېرمن مې په کیناستو او درېدو کې راسره مرسته کوله، کله یې چې راته مصنوعي پښې راکړې، کولی شم په اسانۍ سره قدم واخلم، هر چېرته چې وغواړم تللی شم.»

هغه د دغه روغتون د خدماتو او د ډاکترانو د ښه چلند ستاینه وکړه.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.