کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): د ښوونې او روزنې پوهنتون لوبډلې د مرکز زون والیبال سیالیو په پایلوبه کې د البیروني پوهنتون لوبډلې ته درې پر یو ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.
دغه سیالۍ شاوخوا لس ورځې مخکې په کابل کې د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.
په یادو سیالیو کې د کابل پوهنتون، طبی پوهنتون، پولي تخنیک پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنتون، جامعه عبدالله ابن مسعود او البیروني پوهنتون لوبډلو برخه اخیستی وه.
د دغو سیالیو پایلوبه کې د ښوونې او روزنې پوهنتون البیروني پوهنتون ته درې پر یو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د یادو سیالیو پای لوبې مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومی رییس مولوی احمد الله وثیق وویل چې دا د خوشحالی ځای دی چې د چین په سیالیو کې افغان ورزشکارانو څلور مډالونه ګټلي دي او نور به هم وګټي.
هغه له دغو ورزشکارانو غوښتنه وکړه چې زیات تمرینونه دې ترسره کړي تر څو په نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي او لاسته راوړنې ولري.
استاد غلامعلي مبارز د یاد والیبال لوبو مسوول پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه لوبې د لوړو زده کړو وزارت لوري په لاره اچول شوې وې.
هغه په خبره، د دغو لوبو موخه د لوړو زده کړو وزارت لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پیدا کول دي.
مبارز وایي، په دې سیالیو کې شپږو لوبډلو برخه اخېستنې وه چې په ټوله کې ۸۰ ورزشکارانو په کې ګډون کړې وو او د دوی څخه به ۱۸ کسان د لوبډلې لپاره غوره شي.