ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د فلسطین په ملاتړ لاریون وشو

لوګر کې د فلسطین په ملاتړ لاریون وشو

author avatar
14 Oct 2023 - 19:08
لوګر کې د فلسطین په ملاتړ لاریون وشو
author avatar
14 Oct 2023 - 19:08

 

پل‌علم (پژواک، ۲۲ تلې ۱۴۰۲): د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې سلګونه کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ لاريون وکړ او لاریون‌کوونکو پر غزه د اسرائیلو بریدونه وغندل.

د راپورونو له مخې، له تېرې یوې اونې راهیسې د فلسطین او اسرائیلي پوځیانو ترمنځ په غزې ښار کې توده جګړه روانه ده؛ د راپورونو له مخې، تر اوسه تر ۱۹۰۰ کسانو پورې مړه شوي او له ۷۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي؛ ملګري ملتونه دغه جګړه بې مخینې بللې ده.

نن مازدیګر د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې سلګونه کسانو د فلسطین په ملاتړ لاریون وکړ او لاریونوالو، د امریکا او اسرائیلو پر ضد شعارونه ورکول او نړۍ یې په دې ملامتوله چې د فلسطین خلکو ته خپل حقونه نه ورکوي.

د  لاریون یوه ګډونوال نعمت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه لاریون د فلسطین هېواد خلکو سره د همدردۍ او ورورولۍ په موخه جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه: «ټولې اسلامي نړۍ ته دا خبر ورکړي چې اې مسلمانانو د خپلو فلسطیني وروڼو همکاري وکړئ او ملل متحد نه دا غواړو چې په اسرائیلو فشار راوړي چې دغه ړندې بمبارۍ بندې کړي، په مساجدو او مدرسو باندې دې بمبارۍ نه کوي.»

د لاریون یوه بل ګډونوال قاري رحمت‌الله  هم وایي، ټول اسلامي هېوادونه باید د فلسطین د خلکو له حقونو ملاتړ وکړي او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې فلسطین ته دې هم د نورو هېوادونو په شان مساوي حقونه ورکړي.

تېره ورځ په کابل، ننګرهار، میدان وردګو او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د فلسطین په ملاتړ لاریونونه شوي وو.

افغان حکومت هم نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطین د غزې ښار له شماله د فلسطینیانو جبري بې‌ځایه کېدنه جنګي جنایت بللی او وايي، هغه هېوادونه چې د بشر حقونو له موضوع استفاده کوي، د فلسطین پر مظلومیت چوپ دي.

دغه راز اسلامي امارت یو ځل بیا د غزې په تړانګه کې د اسرائیل بریدونه غندلي، د فلسطین له خلکو يې ملاتړ کړی او پر اسلامي هېوادونو یې غږ کړی چې د فلسطین قضيې ته دې ژر رسېدنه وکړي.

Views: 59

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.