Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا په برخه کې د نړۍوالو همکارۍ او د هېواد روغتیایي خدمتونو معیاري کولو په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا ته ولاړ.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د د یادو څرګندونو ترڅنګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی به په دې سفر کې د مالیزیا هېواد له لوړپوړو چارواکو د نړۍوالو روغتیايي ادارو او د ځينو هېوادونو له استازو سره لیدنې ترسره کړي.

سرچینې لیکلي چې د یاد سفر موخې په هېواد کې د روغتیا په برخه کې د نړۍوالو همکاري، د ساري ناروغيو پر وړاندې مبارزه او د هېواد د روغتیايي خدمتونو معیاري کول دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.