مزارشریف (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۳): د بلخ بدني روزنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوربهتوب د شمال زون په کچه د پنځه لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د بلخ ولایت فوټبال فدراسیون رییس احمدالله واعظزاده وایي چې دغو سیالیو لومړۍ لوبه تېره شپه په مزارشریف ښار کې ترسره شوه.

د واعظزاده په وینا دا لوبې د بلخ ولایت په کوربهتوب پر لاره اچول شوې او په کې د فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان ولایتونو لوبډلو برخه اخیستې ده.

هغه زیاته کړه چې دغه لوبې پنځه ورځې دوام کوي او د دغه سیالیو اتله لوبډله به مرکزي لوبو ته لار ومومي.

د یادونې ده چې هممهاله د فوټسال سیالۍ په شمال، شمال ختیځ او جنوبي ولایتونو کې هم پیل شوې دي.