ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستانه د کډوالو راایستلو دویم پړاو؛ ننګرهار کې مسوولین: پوره چمتووالی لرو

له پاکستانه د کډوالو راایستلو دویم پړاو؛ ننګرهار کې مسوولین: پوره چمتووالی لرو

author avatar
11 Apr 2024 - 10:00
له پاکستانه د کډوالو راایستلو دویم پړاو؛ ننګرهار کې مسوولین: پوره چمتووالی لرو
author avatar
11 Apr 2024 - 10:00

جلال‌اباد (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۳): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وایي، امکان لري له کوچني اختر وروسته له پاکستانه د کډوالو راتګ دويمه څپه پيل شي او د دې لپاره دوی پوره چمتووالی لري.

یاد ریاست زیاته کړې چې له يو شمېر مرستندويه ادارو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو سره يې په دې اړه ګډې ناستې کړې چې هغوی هم په خپله برخه کې د مرستو د دوام ژمنې کړې دي.

ننګرهار ته له پاکستانه د کډوالو راتګ په لومړۍ څپه کې تر اوسه له ۹۰ زره ډېرې کورنۍ راستنې شوې دي.

د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس بازمحمد عبدالرحمن وايي، له پاکستانه دغه ولايت ته تر دې دمه ۹۲ زره او ۲۸۶ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۵۳۵ زره او ۵۶۲ کسان کېږي، راستنې شوې، چې له ډلې يې اويا سلنه په ننګرهار ولایت کې مېشتې شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې د اسلامي امارت او مرستندويه ادارو له لوري له هرې کورنۍ سره دوه او درې ځلې بېلابېل ډول مرستې شوې او په پلان کې ده چې نورې اړينې مرستې هم ورسره وشي.

د کډوالو رييس وايي چې راستنې شوې کورنۍ سرپناه، خوراکي او غيرخوراکي توکو، نغدي مرستې، حرفوي زده‌کړو، د کور کرايې، پاکو اوبو، روغتيايي خدماتو، وړو کاروبارونو، کرنې او مالدارۍ او نورو بېلابېلو برخو کې اړتياوې لري چې بايد ورته رسېدنه وشي.

د کډوالو رييس دا هم وويل چې له کوچني اختر وروسته ښايي د بېرته راستنېدونکو کورنيو دويمه څپه پيل شي چې دوی ورته چمتووالی پيل کړی دی.

هغه وويل، له يو شمېر مرستندويه بنسټونو او د کډوالو برخه کې د ملګرو ملتونو له ادارو سره يې هم ناستې کړې چې هغوی هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.

بلخوا د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ کال د اپرېل په ۱۵مه د مهاجر کارت لرونکو افغانانو د ايستلو دويم پړاو عمليات پيلوي.

د پاکستان جيو نيوز ټلوېزيون يوه راپور کې ويلي وو چې د پنجاب ایالت د کورنيو چارو وزارت د مرستيال افتاب دراني په مشرۍ د دغه وزارت د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې چې د مارچ په ۱۸مه شوې، دا پرېکړه شوې ده.

له پاکستانه راستانه شوي کډوال که څه هم هېواد ته په راتګ خوښ دي خو د کار او سرپناه نشتوالي اندېښمن کړي دي.

حاجي زړګی چې له پېښوره راستون شوی او اوس د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې اوسېږي، وايي، د خپلو اولادونو زده‌کړو او د کار نشتوالي په اندېښنه کې کړی دی.

هغه پژواک ته وويل: «اولادونو مې پاکستان کې زده‌کړې کولې، اوس چې وطن ته راغلی يم، بې روزګاره يم، نو څو چې منظم کار راته پيدا نه شي، تر هغو خپلو اولادونو ته د تعليم زمینه نه شم برابرولی.»

اتل خان چې په پېښور کې اوسېده او څو مياشتې مخکې راستون شوی، وايي، بې‌روزګارۍ يې ژوند تريخ کړی دی.

نوموړی وايي، له يوه پلوه د سرپناه نشتوالی او له بل پلوه بې روزګاري مجبور کړی چې په يوه روغتون کې د مياشتې په ۳۰۰۰ افغانۍ کار وکړي.

خو د سرپرست حکومت چارواکو په کراتو ژمنې کړې چې له راستنو شوو کډوالو سره د کاري زمينو برابرولو ترڅنګ به د سرپناه برخه کې هم مرسته وکړي.

Visits: 107

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.