Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران ولسمشر خپل یو مرستیال د ډېر لګښت لرونکي سفر له امله له دندې ګوښه کړی

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۴): د ایران ولسمشر خپل یو مرستیال د نوي کال پر مهال انترکتیکا ته د ډېر لګښت لرونکي سفر له امله له دندې ګوښه کړی او ویلي یې دي چې د ایران روانو اقتصادي ستونزو ته په پام دغه سفر ناعادلانه و.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان مرستیال شهرام دبیري د نوي کال پر مهال له يوې ښځې سره چې ويل کېږي مېرمن يې ده، انترکتيکا ته په کروز کښتۍ کې د رخصتۍ لپاره تللی و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، هغه کښتۍ چې دبيري يې مخې ته ولاړ و، انترکتيکا ته پر ټکټ يې لږ تر لږه ۶۶۸۵ ډالر لګښت راځي.

د ايران د ولسمشر دفتر دغه سفر «د روانو اقتصادي ستونزو په نظر کې نيولو سره ناعادلانه او د نه منلو وړ» بللی دی.

د ایران ولسمشر ویلي چې د رسمي چارواکو ګرانبيه سفرونه، حتا که په شخصي لګښت هم وي، توجیه کېدای نه شي او د چارواکو د ساده ژوند له معیار سره اړخ نه لګوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران اقتصاد له سختو ستونزو او دغه هېواد د حماس او حزب‌الله ډلو د ملاتړ له امله د لوېدیځو هېوادونو تر بندیزونو لاندې دی.

د نړۍوال وجهي صندوق د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې په ایران کې د بېکارۍ کچه ۸.۴ سلنه وه او کلنی انفلاسیون یې ۲۹.۵ سلنې ته رسېدلی و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.