کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۴): د پېښور محکمې د پاکستان له امنیتي بنسټونو غوښتي چې د «پياراو» کارتلرونکي افغانان ونه نیسي یا ونه وباسي؛ ځکه د هغوی د قانوني استوګنې وخت د روان کال د جون تر ۳۰مې غځول شوی دی.
دغه غوښتنه وروسته له هغه شوې چې یو شمېر دغه کارتلرونکي افغانان د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت د ۲۰۲۴ کال په جون کې اعلان کړی و چې د نوملیکنې ثبوت (PoR) کارت لرونکي کسان به د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې پورې په دغه هېواد کې پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ له پاکستانه د بې اسناد او د ACC کارت لرونکو افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو پیل شوی او تر اوسه زرګونه کسان له هغه هېواده په زور ایستل شوي دي.
ایسيسي د افغان کډوالو د پېژندنې کارتونه دي چې سلګونه زره افغانانو د افغانستان او پاکستان حکومتونو ترمنځ د ۲۰۱۷ کال د تړون پر بنسټ ترلاسه کړي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د افغان کډوالو د یوه وکیل له قوله ویلي چې د پېښور په مختلفو ولسوالیو کې پولیس او سیمهییزه اداره د پياوار کارت لرونکي افغانان ځوروي او په غیرقانوني ډول یې نیسي او وباسي.
په راپور کې راغلي چې له دغه شکایت وروسته د پېښور محکمې امر کړی چې د سرحدي سیمو او ولایتي چارو وزارت د ځواب په پام کې نیولو سره، روښانه ده چې د پاکستان حکومت تر اوسه د ۲۰۲۵ کال د جون له ۳۰مې مخکې د پیاوآر کارت لرونکو د پاتې کېدو مودې لنډولو پرېکړه نه ده کړې.
په حکم کې راغلي: «په داسې شرایطو کې ټول قانون پليکوونکي بنسټونه د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې د پیاوار کارتلرونکو ځورول، نیول یا په غیرقانوني ډول د هغوی له هېواده ایستل منع دي.»
قضايي پلاوي ویلي چې د یاد کارت درلودونکو د استوګنې راتلونکی برخلیک یا یې د نوي کولو پرېکړه په فدرالي حکومت پورې اړه لري او په دې اړه چې فدرال حکومت هر ډول پرېکړه وکړي، د تطبیق وړ به وي، خو چې د یوې باصلاحیته محکمې له لوري لغوه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP