غزني (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): د غزني یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي څو د دغه ولایت د حوزوي روغتون د ودانۍ جوړولو چارې چې له کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي، بشپړې کړي.
شاوخوا ۱۷ کاله مخکې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې غزني کې د کور جوړولو تصدۍ له لوري د یوه ۳۰۰ بستریز حوزوي روغتون جوړولو چارې پیل شوې چې وروسته د ځینو لاملونو له امله ودرېدې.
د معلوماتو له مخې، هغه مهال د دغه روغتون ودانۍ جوړولو چارې تر ۷۷ سلنه پورې ترسره شوې وې؛ شاوخوا یو کال مخکې د ملي پراختیا شرکت د دې ودانۍ د پاتې چارو بشپړولو تکل وکړ او ټاکل شوې وه د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي، خو هغسې ونه شول او کارونه یې په ۹۰ سلنه کې بیا ودرېدل.
اوس د دغه ولایت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د یاد روغتون د ودانۍ پاتې چارې دې بشپړې شي.
د غزني ښار یوه اوسېدونکي عبدالهادي وویل، که دغه ۳۰۰ بستریز روغتون جوړ شي، د غزني ترڅنګ به په کې د یو شمېر ګاونډيو ولایتونو اوسېدونکو ته هم روغتیایي اسانتیاوې رامنځته شي.
د غزني ښار یوه بل اوسېدونکي زیتالله وویل: «۱۷ کاله وړاندې د غزني حوزوي روغتون ترڅنګ د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د حوزوي روغتونونو جوړولو چارې پیل شوې وې، د دغو روغتونونو تعمیرونه بېرته په زړېدو دي خو زموږ د روغتون ودانۍ لا هم نه ده رغول شوې.»
د غزني حوزوري روغتون خدمات اوس دغلته د روږدو درملنې روغتون په دوو کوچنیو ودانیو کې روان دي چې بشپړې اسانتیاوې نهلري.
ورته مهال، د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، ډېر ژر به د یاد روغتون پاتې چارې بشپړې شي.
د دغه ریاست رییس ډاکټر محمدزیرک پژواک خبري اژانس ته وویل، د هوا سړېدو له امله د روغتون چارې ولاړې وې چې په نږدې راتلونکې کې به بېرته پيل شي.
هغه زیاته کړه، د دغه روغتون پر پاتې چارو ۴۹.۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې له داخلي بودجې ورته ځانګړې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، د غزني ۳۰۰ بستریز حوزوي روغتون چارو په بشپړېدو سره به د پکتیا، پکتیکا، میدانوردګ، دایکندي، اروزګان او زابل ولایتونو اوسېدونکو ته هم روغتیایي برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP