Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: له هند او پاکستان سره په ګډه به د کشمیر موضوع د حل لپاره هڅه وکړم

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له هند او پاکستان سره په ګډه به د دواړو هېوادونو تر منځ د کشمیر د شخړې د حل لپاره هڅې وکړي.

د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر شخړه یوه له اوږدو، پېچلو او دوامداره نړۍوالو شخړو څخه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن ویلي، د هند او پاکستان له مشرتابه سره به په شریکه د کشمیر پخوانۍ مسئلې د حل کولو هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د غويي په دویمه د هند تر واک لاندې د کشمیر په «پهلګام» سیمه کې پر سیلانیانو وسله‌وال برید وشو؛ هند یې پړه پر پاکستان واچوله، خو اسلام‌اباد رد کړه. وروسته هند پر پاکستان او بیا پاکستان پر هند بریدونه وکړل او دواړو خواوو د تلفاتو دعوې وکړې.

خو تېره ورځ ناوخته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د دغه هېواد په منځګړیتوب هند او پاکستان پر «یوه بشپړ او سمدستي» اوربند هوکړه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه دواړو هېوادونو یو بل له اوربند څخه پر سرغړونو تورن کړل.

ټرمپ ویلي، د هند او پاکستان «پر پیاوړي او زړور مشرتابه» ویاړي چې له ځیرکتیا او جرائت سره پوه شول چې د هغه یرغل د مخنیوي وخت دی چې د ډېرو لپاره د وژل کېدو او بربادۍ لامل کېدای شي.

هغه زیاته کړې: «کېدای شي سلګونه زره بې‌ګناه او ښه خلک وژل شوي وای.»

د امریکا ولسمشر ویلي ویاړي چې د امریکا متحدو ایالتونو له دواړو هېوادونو سره په دې تاریخي پرېکړه کې مرسته وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.