Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د بیارغونې برخه کې د چین د پرمختیايي پروژو په اړه خبرې وشوې

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین د پرمختیایي همکاریو د ادارې له رییس سره د افغانستان د بیارغونې برخه کې د چین د پرمختیایي پروژو او نورو دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د چین د پرمختیايي همکاریو ادارې له رییس چن ژیاوډونګ سره وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې ناسته کې د افغانستان په بیارغونه کې د چین د پرمختیايي پروژو او نورو دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحثونه وشول.

متقي په دغه لیدنه کې ویلي: «له امنیت وروسته زمونږ لوی مسؤولیت د هېواد اقتصادي رغونه ده چې د افغانستان اسلامي امارت له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي.»

هغه دغه راز هیله ښودلې چې د زراعت، انرژۍ او اوږدمهاله پروژو برخه کې د افغانستان او چین ترمنځ نږدې همکارۍ رامنځته کړي.

یاد وزارت لیکلي چې متقي د چین د پرمختیايي‌ همکاریو ادارې ته هغه عملي وړاندیزونه هم وړاندې کړل چې دغه اداره ترې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د لومړیتوبونو په حیث کار اخیستلی شي.

د خبرپاڼې له مخې، چن ژیاوډونګ له افغانستان سره د صحت، انرژۍ، زراعت او ظرفیت جوړونې برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه او هیله یې وښوده چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، هغه دغه راز د افغانستان د بنسټیزو تأسیساتو د آبادۍ، مالدارۍ او د نفت او ګازو د امکان‌سنجۍ د مطالعې او تحقیق برخو کې هم د همکاریو ژمنه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.