Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

واشنګټن کې د اسرائیل د سفارت دوه کارکوونکي په ډزو وژل شوي

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې «یهودانو موزیم» ته نږدې د اسرائیل سفارت دوه کارکوونکي په ډزو وژل شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې په واشنګټڼ ډي‌سي کې د یهودانو موزیم ته څېرمه شوې ده.

د واشنګټن د پولیسو مشر پاملا سمېت ویلي چې د یادو ډزو په تړاو یې یو شکمن کس نیولی؛ دغه نیول شوی الیاس رودریګز نومیږي، ۳۰کلن او د ایلینوي ایالت د شیکاګو اوسېدونکی دی.

سمېت ویلي چې رودریګز د نیول کېدو پر مهال د «فلسطین ازاد کړئ» شعار ورکاوه.

د متحده ایالتونو د کورني امنیت وزیر کریسټي نوم ویلي چې د یاد برید په اړه یې څېړنې او پلټنې پیل کړې دي.

په همدې حال کې، په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډني ډانون ویلي، اسراییل ډاډه دی چې امریکايي چارواکي به د دغه برید د عاملانو پر وړاندې پرېکنده اقدامات وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.