کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴): روغتیايي متخصصین توصیه کوي چې میندې باید له مېندواره کېدو مخکې د خپلو غاښونو درملنه وکړي؛ ځکه د مېندوارۍ په دوران کې د غاښونو ترمیم او ایستل خطرناک تمامېدای شي.
په کابل ښار کې د نسايي ولادي برخې متخصصه زرغونه مهدي وايي چې د مېندوارۍ دوران له فزیکي او هورموني بدلونونو سره مل وي چې د غاښونو د روغتیا په ګډون چې د هاضمې په سیسټم کې مهم رول لري، په ټوله کې د مور روغتیا تر اغېز لاندې راولي؛ که د هاضمې سیسټم کمزوری وي، نو د مور او ماشوم تغذیې ته زیان رسېږي.
هغې وویل، یوې مېرمنې ته د مېندوارۍ په لومړیو درېیو میاشتو کې زړهبدوالی پیدا کېږي چې د خولې د لاړو د اسیدي کېدو او بالاخره د غاښونو د ورستېدو او د وریو کمزوري کېدو لامل ګرځي.
هغې زیاته کړه، د بدن د مقاومت ټيټېدل او اسیدري بدلونونه د دې لامل کېږي چې د خولې ګټور میکروبونه خپله ناروغي وزېږوي او په غاښونو کې سپینې لکې پیدا شي.
هغې میندو ته توصیه وکړه، مخکې له دې چې یوه مور مېندواره شي… باید یو ځل د غاښونو ډاکټر ته ورشي څو نه یوازې غاښونه، بلکې ټوله خوله یې معاینه کړي.
ډاکټر زغونې وویل: «د مور خوله باید وکتل شي چې غاښونه یې وراسته یا تور شوي نه وي او ایا درملنې ته اړتیا لري او کنه؟ مثلاً د ډکېدو دي، که دا مسئله نه وه، په لومړي قدم کې خپله د ښځې حفظالصحه ډېره مهمه ده؛ یعنې ښځې باید له هر ځل ډوډۍ خوړلو وروسته خپل غاښونه پر انتيبیوتکلرونکو کریمونو ومینځي.»
هغې دغه راز زیاته کړه، میندې باید کلسیم او ویټامین ډي لرونکي خواړه، لکه هګۍ، شیدې، مېوه او سبزیجان ډېر وخوري او د ورځې د لسو دقیقو لپاره ځان لمر ته ورکړي.
نوموړې د مېندوارۍ پر مهال د غاښونو درملنې په اړه وویل: «د مېندوارۍ په لومړیو درېیو میاشتو کې د غاښونو د دایمي درملنې سپارښتنه نه کېږي، خو ورپسې درې میاشتې د درملنې لپاره تر ټولو ښه وخت دی او په وروستیو درېیو میاشتو کې د ځینو درملو کارول منع دي.»
مېندواره مېرمن د غاښونو درد کمېدو لپاره څه وکړي؟
مهدي وویل: «په لومړیو کې چې کله د مېندوارې مېرمنې غاښ درد کوي، هڅه دې وکړي چې ګرمه مشکوله د درد پر ځای کېږدي، که کوم پړسوب وي کموي یې او که په دې هم ونه شوه، د یخو اوبو له مشکولې دې کار واخلي؛ یعنې مالګه او یخې اوبه دې غرغړه کړي، له دې لارې درد ارامېدلی شي یا که دې هم ګټه ونه کړه، ساده پراستامول دې وخوري.»
دغه راز د غاښونو متخصص ډاکټر اسماعیل یعقوبي وویل چې د مېندوارۍ پر مهال د وریو التهاب او وینه بهېدنه کېدای شي د مور د غاښونو د درد لامل شي.
د هغه په وینا، د مور لپاره سالمه او مناسبه تغذیه ډېره مهمه ده؛ که غاښونه روغ نه وي، د خوړو ژوول سختېږي او تغذیه مختلېږي چې دا د مور او جنین پر روغتیا منفي اغېز کوي.
هغه د مېندوارو مېرمنو د غاښونو د درد درملنې څرنګوالي په اړه وویل: «د مېندوارۍ په منځنۍ درېیو میاشتو کې د غاښونو درملنه خطر نه لري، خو په لومړیو او وروستیو درېیو میاشتو کې یوازې په بېړنیو مواردو کې درملنه ترسره کېږي؛ ځکه د انستیزي درمل او د درملنې لړۍ ښايي ځیني خطرونه له ځان سره ولري.»
د میندو تجربې
فاطمه احمدي وايي: «په لومړني ماشوم مې هم ډېر د غاښونو درد تېر کړ چې زه یې بېطاقته کولم، خپل او بل راته وویل چې باید په دې دوره کې درمل ونه خورم.»
هغه چې اوس مېندواره ده، د غاښونو درد ارامېدو لپاره د ډاکټر په مشوره له درد اراموونکو او نورو درملو کار اخلي.
دغه راز رخسار محمدي وايي: «د لومړۍ مېندوارۍ پر مهال مې چې ځیني خواړه خوړل، غاښونو مې درد کاوه، ټولو ویل درمل مه خوره، ځکه ماشوم ته زیان لري.»
هغې زیاته کړه، کله چې یې ډاکټر ته مراجعه وکړه، پوه شوه چې د غاښونو درد یې د خوړو د حساسیت له امله دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP