Language

د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان ختيځ کې د زلزله‌ځپلو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۴): افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ویلي چې دغه اداره به په ختيځو ولايتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمن شوو کورنيو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د خبرپاڼې له مخې، افغانستان کې د دغه سازمان استازې ايډوين سنيزا سالوادور افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې اندریکا راتواته په مشرۍ له یوه پلاوي سره  د کونړ له اندرلاچک کلي لیدنه وکړه او د زلزله‌ځپلو اړتياوې يې وارزولې.

خبرپاڼه کې راغلي چې سالوادور د اندرلاچک کلي د بېړنیو لومړنيو روغتيايي خدمتونو له مرکزه چې د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري تمویلېږي، ليدنه وکړه او د کلي له مشرانو، شریکانو او سيمه‌ييزو چارواکو سره په کتنه کې یې د زلزله‌ځپلو کورنيو پر ملاتړ او د ژوند ژغورونکو روغتيايي خدمتونو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

هغه ويلي: «زموږ لومړيتوب دا دی چې هره زيانمنه کورنۍ د اړتیا وړ بېړنیو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی ولري. د روغتیا نړۍوال سازمان به د روغتيايي خدمتونو تر بېرته عادي کېدو او د خلکو د ژوند تر بيا رغېدو پورې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.»

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) د افغانستان په ختيځ کې د زلزلې له امله ويجاړ شوو کورونو د بيارغونې پر ژر پيل ټینګار وکړ.

د حکومت د اعلان شوو شمېرو له مخې، د کونړ په وروستۍ زلزله کې ۲۲۰۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۳۶۴۰ نور ټپيان شول، دغه‌راز په دې زلزله کې ۶۷۸۲ کورونه هم ويجاړ شوي دي.