Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني ښاروالۍ د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمېر پرمختللې ماشینرۍ پېرلې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۴): د غزني ښاروالۍ وایي، د ښار د تنظیف، خدماتي چارو او انجینري فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یې د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت نوې ماشینرۍ پېرلې ده.

د غزني ښاروال مولوي سردار ولي ثابت د یوې جوړې شوې غونډې پر مهال وویل، دغه ۱۴ ډوله ماشینرۍ او ساختماني وسایط چې د داخلي بودجې له لارې اخیستل شوي، په کې ۶ ډان ټرکونه، ۴ د اوبو د انتقال ټانکرونه، یو ګریډر، یو لوډر، یو د کرښې ایښودلو ماشین،یو قیر شیندونکی ماشین او نور تجهیزات شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، دا وسایط به د ښاري تنظیف، انکشافي پروژو د تطبیق او ښاري خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې وکارول شي، څود سړک جوړونې، سرسبزۍ او نورو برخو کې کیفیت، چټکتیا او اسانتیا نوره هم لوړه شي.

هغه وویل، دا ماشینرۍ به نه یوازې د ښار د صفا ساتنې او سړکونو د رغونې چارې چټکې کړي، بلکې د ښار د اوسېدونکو ژوند ته به هممثبت بدلون راولي.

په همدې حال کې د افغانستان د ښاروالیو ریاست عملیاتي رییس، قاري عبدالمتین رحیمزي، د غزني ښاروالۍ هڅې وستایلې او ویې ویل،هره ښاروالۍ چې دا ډول ابتکاري او فعاله فعالیتونه ولري، د مرکزي ادارې له لوري به ورته نور امکانات هم برابر شي.

په ورته وخت کې د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي هم له دې پرمختګ څخه خوښ دي او تمه لري چې په دغو تجهیزاتو سره به ښاريخدمات نور هم پراخ او معیاري شي.

د غزني ښار یو قومي مشر ملا نصیر احمد پژواک اژانس ته وویل، له ښاروالۍ غواړي چې سم مدیریت له لارې دغه وسایل د خلکو پهخدمت کې وکاروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.