منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:16 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
لوبې

د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالۍ؛ د ووشو افغان لوبغاړي خپل یمني سیال ته ماته ورکړه

· 1 دقیقه لوستل · 175 کتنې

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۴): د ووشو افغان لوبغاړي محمدجعفر سلطاني د اسلامي هېوداونو پیوستون سیالیو کې خپل یمني سیال ته ماته ورکړه.

د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې محمدجعفر سلطاني خپل یمني سیال ته ماته ورکړه.

د ووشو فدراسیون د معلوماتو له مخې، د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې به نن شمس‌الدین له اذربایجاني سیال او اسدالله به له خپل قرقیزستاني سیال سره لوبې ترسره کړي.

د یادونې ده، د اسلامي هېوادونو د پیوستون شپږم پړاو سیالۍ دا مهال د سعودي عربستان په کوربه‌توب روانې دي.